د هیواد د خپلواکۍ بیرته اخیستلو د ۱۰۱ کلیزې په مناسبت د پوهنې وزیرې پیغام
ټولو هېوادوالو، خویندو او وروڼو ته د ګران افغانستان د خپلواکۍ ترلاسه کولو تاریخي او ویاړمنې ورځې مبارکی وایم.
آزادي زموږ لومړنۍ حق او یو ستر الهي نعمت دی چې زموږ میړنیو او زړورو پلرونو، میندو او نیکونو د خپلو وینو او سرونو په نذرانه کولو سره تر لاسه کړې ده. د دغه ستر نعمت او ټولیز ملي ویاړ ساتنه او پالنه چې زموږ د هوساینې او پرمختګ تضمین کوي، یوازې د علم او معاصرو اکاډمیکو ارزښتونو د خپلولو له لارې شونې ده.
همدې ته په پام سره افغان غیور ملت ته ژمنه ورکوم چې د متوازنو او با کیفیته ښوونیزو خدمتونو د وړاندې کولو له لارې به د ځوان نسل په سالمه او اغیزناکه روزنه کې خپل رسالت اداء کړم څو د یوازینۍ ټولنیزې زیربناء په توګه د دغه ویاړلي هیواد او ولس د پرمختګ، هوساینې او خپلواکۍ د تأمین جوګه شي.
په درنښت
رنګینه حمیدي
د پوهنې وزارت سرپرسته
