د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د ښوونځیو زده‌کوونکو لپاره د ۱۰۰ مېلیونه افغانیو په لګښت د درسي موادو وېش لړۍ پیل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۹:۵۳
21

د سرپل، بدخشان، پنجشېر او میدان وردګ ولایتونو د ښوونکو او د صنفی اصولو زده‌کونکو لپاره د درسي موادو وېش پروسه د یادو ولایتونو پوهنې چارواکو په حضور کې پیل شوه.
په پورته ذکر شويو موادو کې: د لومړنیو ښوونځیو زده‌کوونکو لپاره د درسي موادو کڅوړې، د ښوونکو لپاره ځانګړي بستې، د ښوونځیو اداري موادو کڅوړې، خېمې او نور اړین توکي شامل دي؛ چې د پوهنې وزارت سره د یوې همکارې ادارې له لوري چمتو شوي او ټاکل شوې ده، د همدغو ولایتونو په ټولو برخو کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته ووېشل شي.
د پورته ذکر شویو ولایتونو د پوهنې چارواکو په وینا؛ د دې تعلیمي کڅوړو په وېشلو سره، د لومړنیو ښوونځیو درسي سرچینو ته د لاسرسي ستونزې حل او په محرومو سیمو کې به د زده‌کړې کیفیت لالوړوالي لپاره یو مهم ګام پورته شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS