د وري میاشتي دریمه نیټه د ښوونځي د زنګ په نوم ونومول شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۴ - ۱۲:۸

د هیواد د ښوونې او روزنې نظام د کیفیت او کمیت حالت د ډير ښه والي، پراختیا او ودې په موخه، د افغانستان د ښوونې او روزنې سیسټم په وده کې د هیوادوالو، بنسټونو او ادارو د پاملرنې او ډيرو همکاریو جلبولو لپاره، وړاندې له دې د پوهنې وزارت له لوري ۱۳۹۷ لمریز کال د پوهنې کال په نامه ونومول شو چې وروسته د یاد وزارت د وړاندیز او د افغانستان د اسلامي جمهوري ریاست عالي مقام په هڅو او پاملرنې د پوهنې لسیزې باندې بدل شو.

په همدې لړ کې د روان کال د سلواغې میاشتې ۲۱مې نیټې د افغانستان اسلامي جمهوريت د کابینې په غونډه کې، پریکړه وشوه چې د وري دریمه دې "د ښوونځي زنګ" په نامه ونومول شي او د هیواد په رسمي کلیزه کې د ثبت شي.

پوهنې وزارت او د افغانستان علم پروره ټول ولس د افغانستان جمهوري حکومت او دولت د ملاتړ ته د قدر په سترګه ګوري او هرکلۍ یې کوي او باور لري چې انشاءالله د الله ج په مرسته او د دولت او خلکو په ملاتړ کولای شي د ښوونې او روزنې یوه معیاري نظام په لاره کې د یاد وزارت د مطروحه عملي پلانونو په پلي کولو سره چې د اوسني وخت نوي نسلونو ټولو اړتیاوو ته ځواب ویونکۍ وي، بریالۍ شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۴
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

په لوګر ولایت کې د یوه ښوونځي د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز جباري کلي کې د «احرار لومړني ښوونځي» لپاره د څلورو درسي خونو او یوه دهلیز جوړولو کارونه د شاوخوا ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شول.
د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

په کابل ښار کې د ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو

د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ښوونځیو د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي او تخنیکي ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د. . .

BACK TO NEWS