د ولایتونو د ج.هادي، خصوصي او اسلامي زده کړو بنسټونو او دارالهجرت مرکزونو اړوند، د ثانويه او مافوق ثانویه دورو لپاره دآزموینو خبرتیا

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۱۴:۵۰
12

په پام کې ده، چې د هېواد د ټولو ج.هادي او خصوصي مدارسو، د اسلامي زده کړو بنسټونو او دارالهجرت مرکزونو د ثانويه او مافوق ثانويه دورو کلنۍ آزموينې، د۱۴۴۶ ه ق کال د رجب المرجب مياشتې په يوولسمه نېټه واخیستل شي.
* په ولایتونو کې د آزموینو د پیل وختونه: د سهار له ۹ بجو څخه د ماسپښین تر یوې بجې پورې؛
* د دارالهجرت مدارسو لپاره د آزموینې د پیل وختونه: د سهار له ۹ بجو او ۳۰ دقیقو څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې؛

يادونه: د يادو مدارسو له ټولو طالبانو څخه په ډېر درنښت هیله کېږي، چې د آزموينې د بشپړ چمتو په موخه له لاندې علمي سرچينو څخه ګټه پورته کړي:


(د جدولونو ذکر).........


والسلام
د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند ولایت دیني مدارسو یو شمېر مهتممین د میتودیکي سیمینار له ګټو برخمن شول

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ اړوند ۲۱ بابو دیني مدارسو لپاره د مهتممینو او مسئولینو په ګډون، د "مدارسو د کړنو قانون لا ښه تطبیق" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۹
Background image

په هرات ولایت کې د نږدې ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې ارزونه وشوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د هغو نږدې ۱۰۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه چې تازه هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۴۳
Background image

رسنیز بلنلیک

پوهنې وزارت په پام کې لري، چې «د رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

BACK TO NEWS