د ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۲:۲۴
یلرطر

غزني
د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي سمېع الحق حماس، چې د یاد وزارت د پروژو د څارنې او بیاکتنې لپاره یې مختلفو ولایتونو ته سفر کړی، اوس‌مهال غزني ولایت ته رسېدلی او هلته یې د پوهنې له رئیس محترم الحاج مولوي نصیر احمد حسیني سره په کتنه کې، د پوهنیزو پروژو د پرمختګ په اړه خبرې وکړې.
د غزني ولایت پوهنې چارواکو په وینا، د پروژو کارونه د یاد ولایت په ۱۱ ولسوالیو کې بشپړ شوي دي.

کونړ
د کونړ ولایت ناړۍ ولسوالۍ د دیني مدرسې د لیلیې بیارغونې کار، چې لګښت یې ۶۸۱ زره افغانۍ اټکل شوی، ۹۰ سلنه پرمخ تللی او په بشپړېدو سره به یې طلابو ته نورې اسانتیاوې هم برابرې شي.

د یو بل خبر له مخې
د کونړ ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ښوونکو مسلکي پراختیا ۱۱۶ تنو علمي غړو لپاره ۹ ورځنی مسلکي روزنیز سیمینار پیل شو.

فاریاب او بامیان
د ملک په سړو ولایتونو کې د ژمنیو رخصتیو په رارسېدو سره، په فاریاب او بامیان ولایتونو کې د درېیم ټولګي زده‌کوونکو سواد کچې لوړولو په موخه، کورسونه جوړ او فعال شوي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

په بادغیس کې ۳۰ ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا برابرولو چارې پیل او څلور نور ترمیم شول

د بادغیس ولایت مرکز سربېره په قادس، مقر، آب‌کمري، بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې د ۳۰ ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو چارې پیل شوې دي.
په ورته مهال، د یاد ولایت په مقر، قادس او آب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۰
Background image

په غزني کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند نجـم‌العلوم للبنات مدرسې نوې ودانۍ، چې څه موده مخکې د یو جریب ځمکې پر سر د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړه او د یوې. . .

BACK TO NEWS