د ولایتونو له پوهنې ډګره د څو مهمو خبرونو لنډیز

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۵:۴۵
13

کندهار

د کندهار ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي فخرالدين نقشبندي، د یاد ولايت «د نعمانيه نقشبندیه السلامیه» مدرسې له ښوونیزو او اداري کړنو څخه ليدنه وکړه.

هرات

د هرات ولايت پوهنې رياست د افغان پوسټ شرکت له لارې، د یاد ولایت د ښوونځيو د فارغانو د نتایجو او شهادتنامو د لېږدولو بهير د پوهنې وزارت د نتایجو او شهادتنامو رياست ته پيل کړ.

پنجشېر

د پنجشېر ولايت پوهنې رئيس مفتي حبيب الله نوري قتاده، په مرکز بازارک کې د ولي محمد شهيد لېسې څخه څارنه وکړه، په مدارسو او ښوونځيو کې يې د درسي کيفيت پر لوړولو ټينګار وکړ.

کابل

د کابل ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالحق حقاني، د یاد ریاست د مرکزي څانګو له کارکوونکو څخه لیدنه وکړه، د هغوی ستونزې، وړاندیزونه او د مراجعینو غوښتنې یې له نیږدې وڅېړلې او هغوی ته یې لازمې سپارښتنې وکړې.

هلمند

د هلمند ولايت پوهنې رياست د خصوصي ښوونيزو بنسټونو له ۲۴۷ تنو فارغانو څخه چې د انګلیسي ژبې په برخه کې یې زده کړې کړې وې، آزموينه واخيسته تر څو د یادې پروسې بریالیو نوماندانو ته تصدیق پاڼې ډالۍ کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱
Background image

پوهنې وزارت کې نوې ټاکنې

د پوهنې وزارت په وړاندیز او د ریاست‌الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ، په پوهنې وزارت کې لاندې ټاکنې ترسره شوې:
۱- د تدارکاتو پخوانی رئیس محترم مولوي عبدالوکیل مدني، د علمي څېړنو ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۴۱
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونځیو ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د بامیان ولایت سیغان ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو د ۹۶ تنو ښوونکو لپاره «د اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې ورځنی د ظرفیت لوړونې ورکشاپ د یوې خیریه ادارې په مالي مرسته پیل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۳۹
Background image

پکتیا ولایت کې د یوې دیني مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د پکتیا ولایت وزي ځدراڼ ولسوالۍ اړوند بي‌بي عایشه صدیقه «رضی‌الله‌عنها» دیني مدرسې نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د څه کم ۴ میلیونه افغانیولګښت سره جوړه شوې، د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS