د ولایتونو له پوهنې ډګره څو خبرونو ته کتنه

پکتیکا:
د پوهنې وزارت لخوا د یو همکار بنسټ په ملاتړ، د پکتیکا ولایت د ۹۶ تنو ښوونکو وړتیا لوړولو ۴ ورځنی سیمینار، ګډون والو ته د تصدیق پاڼو په وېشلو سره پای ته ورسېد.
بیا هم له یاد ولایت څخه:
د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د سر روضې ولسوالۍ ښوونځیو ته د قرطاسیې کڅوړې، دفتري توکي، خېمې، فرشونه، مېزونه - څوکۍ او المارۍ ووېشلې.
بدخشان:
د مسلکي وړتیا لوړولو په موخه، د بدخشان ولایت د وردوج ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو لپاره د تدریسي نویو مېتودونو په اړه ۶ ورځنی سیمینار ترسره شو.