د ولایتونو پوهنې خبرونو ته لنډه کتنه
میدان وردګ
د میدان وردګ ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت، د یاد ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د ۱۲ بابه دیني مدارسو او ښوونځیو له اداري او تدریسي چارو څخه څارنه وکړه.
لغمان
د لغمان ولايت پوهنې رئيس مولوي شاه جهان ساجد، د یاد ولايت الينګار ولسوالۍ اړوند د يو شمېر ښوونځيو له اداري کړنو څخه د کتنې پر مهال، د شيخ محمد حسين او شهيد عبدالوهاب لېسو (لغمان ولايت يو ګرمسېر ولايت دى)، له کلنيو آزموينو څخه څارنه وکړه.
غزني
د پوهنې وزارت د مالي او حسابداري ریاست، په ۱۵ کاري ورځو کې د غزني ولایت د پوهنې ریاست مالي، تدارکاتي او اداري اسناد و ارزول.
کابل
د پوهنې وزارت د کړنلارې په رڼا کې، د کابل ښار پوهنې ریاست د کډوالو کورنیو اړوند له ۱۸۰ تنو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت آزموینه واخیسته.
پنجشېر
د پنجشېر ولايت پوهنې رئيس مفتي حبيب الله نوري قتاده، د یاد ولايت په مرکز کې د خديجه الکبري مدرسې او د دحصه اول ولسوالۍ د فهيم مدرسې څخه ليدنه او څارنه وکړه.