د ولایتونو پوهنې ریاستونو خدماتي واحدونو د همغږۍ او روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۱۴:۱۳
یسب
هغه درې ورځنی مسلکي ورکشاپ چې د پوهنې وزارت خدماتو ریاست له لوري، د ولایتونو پوهنې ریاستونو خدماتي کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه پیل شوی و، نن پای ته ورسېد.
د دغه ورکشاپ په پای غونډه کې د پوهنې وزارت د خدماتو رئیس استاد حبیب الله خالد سربېره، د یاد وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس الحاج مولوي شهاب الدین ثاقب یو شمېر مرکزي رئیسانو، مسئولینو او کارکوونکو حضور درلود.
په پیل کې د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس وویل، دغه ډول ورکشاپونه د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو په برخه کې خورا مهم دي او په ورځنیو دندو کې یې په پاک نیت، اخلاص او بشپړ مسئولیت ترسره کولو ټینګار وکړ.
ورپسې د پوهنې وزارت د خدماتو رئیس د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو په برخه کې د ورکشاپونو جوړول خورا اغېزمن وبلل او د خدماتي واحدونو له ټولو منسوبینو یې وغوښتل، تر څو د یاد ورکشاپ له روزنیزو مهارتونو څخه په خپلو ورځنیو چارو کې اعظمي ګټه پورته کړي.
د مسئولینو د معلوماتو له مخې، د دغه ۳ ورځني ورکشاپ په ترڅ کې د خدماتو ریاست اړوند د ولایتونو ۱۰۵ تنو کارکوونکو ته، د پوهنې وزارت د تحویلخانو د پېژندنې، د اجناسو الکترونیکي ثبت او د ادارو ترمنځ د قوي همغږۍ رامنځته کولو برخه کې روزنه ورکړل شوه.
په پای کې د مسئولینو له لوري د ګډون والو تر هراړخیزې ارزونې وروسته، هغوی ته تصدیق پاڼې هم ووېشل شوې.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۳۸
Background image

د کابل ښار پوهنې ریاست له لوري ۱۴۴ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار پوهنې ریاست د تعلیمي چاپېریال ښه والي او زده‌کوونکو ته د درسي وسایلو برابرولو په موخه ۱۴۴ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم او د شپاړسمې حوزې اړوند د نازو عالي لېسې زده‌کوونکو ته یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۳۴
Background image

په کندهار ولایت کې د ۶ بابه ښوونځیو پرانیسته وشوه

د کندهار ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ۶ بابه ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ د یوه همکار بنسټ په مالي مرسته د ۲ میلیونه او ۳۵۲ زره ډالرو په ټولیز لګښت جوړې او د یاد ولایت پوهنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۳۲
Background image

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست چارواکو د پوهنې وزارت له مسئولینو سره وکتل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس، یو شمېر مسئولینو، تخنیکي ټیم او همدارنګه د پوهنې وزارت له لوري د اسلامي زده‌کړو معین، د مالي او حسابداري رئیس او یو شمېر رئیسانو ترمنځ، د معیاري ښوونیزو. . .

BACK TO NEWS