د ولایتونو پوهنې ریاستونو له کړنو څخه څو خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۱:۱۴
14

فراه

د فراه ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي اخترمحمد زعیم په حضور کې، د فراه رود، پشترود، خاک سفید، انار دره، پرچمن، بکواه، ګلستان او شیب کوه ولسوالیو پوهنې آمرینو ته یو-یو عراده موټرسایکل ووېشل شول.

لوګر

د لوګر ولایت یو تن بااحساسه شخص، د مرکز پل علم اړوند د شاآغاسي منځني ښوونځي ۵۱ تنو بې وزله زده کونکو ته د ۳۸ زره افغانیو په لګښت د ښوونځي یونیفورم ووېشه.

پکتیکا

د پکتیکا ولایت چاربران ولسوالۍ اړوند د ام المؤمنین خدیجه سعدیه خیریه مدرسې کتابتون، اداري خونې او احاطوي دېوال د ۲۰۰ زره افغانیو لګښت سره ورغول شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۵:۲
Background image

په خوست ولایت کې د یو شمېر ښوونځیو بیارغونه پیل شوه

د خوست ولایت په درېیو ولسوالیو کې د ۱۰۷ زره امریکایي ډالرو په لګښت د ښوونځیو بیارغونه د پوهنې په برخه کې د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ پیل شوه.

د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۵:۲
Background image

د لوګر ولایت په یو ښوونځي کې د درېیو درسي خونو جوړول پیل شول

د لوګر ولایت محمد اغې ولسوالۍ په کمال خېل کلي کې د کمال خېل ښوونځي لپاره د درېیو درسي خونو جوړول په رسمي ډول د یوې غونډې په ترڅ کې پیل شول.

یاد ټولګي به د شاوخوا ۳۰۰ زره افغانیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۵:۲
Background image

د پکتیکا ولایت په یو ښوونځي کې څو پروژې بشپړې شوې

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د ځایي خلکو په مالي مرسته، د ۱۲۴ زره افغانیو په لګښت د ژورې څاه کیندلو، لمریزو تختو نصبولو او نورو اړوندو تخنیکي تجهیزاتو پروژې بشپړې کړې، چې په پایله کې یې د. . .

BACK TO NEWS