د ولایتونو پوهنې کړنو ته لنډه کتنه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۳:۱۷
32

پنجشېر

د پنجشېر ولايت پوهنې رئيس مفتي حبيب الله نوري قتاده، د رخه لېسې د ښوونکو تدريسي بهير له نیږدې وڅاره.

کندهار

د کندهار ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي فخرالدين نقشبندي «د جامعه دارالعلوم حاکميه مدرسې» له ښوونیزو او اداري کړنو څخه ليدنه وکړه او د زده کوونکو د ښوونې او روزنې پر کيفيت يې ټينګار وکړ.

بغلان

د بغلان ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد نورعزيزي، د ​​یاد رياست له کارکوونکو سره وکتل او د ښوونې او روزنې په موضوع يې د خبرو ترڅنګ، له هغوى څخه وغوښتل چې په یو شمېر ولسواليو کې د وروستيو سيلابونو له زيانمنو شویو سره مالي مرستې وکړي.

هلمند

د هلمند ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد عوض انصاري د ياد ریاست د مرکزي څانګو له کارکوونکو سره وکتل، د هغوى ستونزې او وړانديزونه يې واورېدل او د حل ژمنه يې وکړه.

یو ځل بیا له یاد ولایت څخه:

د هلمند ولایت پوهنې رئیس د افغان – ترک ښوونځیو له عمومي مسئول احمد توکر سره وکتل او په دغه ولایت کې یې د یادو ښوونځیو د کړنو په تړاو تفصیلي خبرې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱
Background image

پوهنې وزارت کې نوې ټاکنې

د پوهنې وزارت په وړاندیز او د ریاست‌الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ، په پوهنې وزارت کې لاندې ټاکنې ترسره شوې:
۱- د تدارکاتو پخوانی رئیس محترم مولوي عبدالوکیل مدني، د علمي څېړنو ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۴۱
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونځیو ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د بامیان ولایت سیغان ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو د ۹۶ تنو ښوونکو لپاره «د اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې ورځنی د ظرفیت لوړونې ورکشاپ د یوې خیریه ادارې په مالي مرسته پیل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۳۹
Background image

پکتیا ولایت کې د یوې دیني مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د پکتیا ولایت وزي ځدراڼ ولسوالۍ اړوند بي‌بي عایشه صدیقه «رضی‌الله‌عنها» دیني مدرسې نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د څه کم ۴ میلیونه افغانیولګښت سره جوړه شوې، د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS