د پوهني وزارت د مدارسو او دارالحفاظونو رئیس ننګرهار ولایت ته سفر وکړ

media-moe
شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۱ - ۱۳:۳۶
د پوهني وزارت د مدارسو او دارالحفاظونو رئیس ننګرهار ولایت ته سفر وکړ

د پوهني وزارت د مدارسو او دارالحفاظونو رئیس مولوي عبدالرزاق(صدیق) ننګرهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال د جهادي مرکزي مدرسې د څلورنیم میاشتنيو ازموینو د پایلو د اعلان په غونډه کې ګډون وکړ. په یاده غونډه کې مرستیال والي، د ولایتي ادارو رئیسانو، د پوهني ریاست مسئولینو، د ولسوالیو دپوهنې آمرینو، د مدارسو آمرینو او استادانو حضور درلود.

په یاده غونډه کې د ننګرهار ولایت د علماوو په استازیتوب د یاد ولایت د مرکزي مدرسې مهتمم شیخ مولوي سلطان محمد ثاقب او مولوي محمد قاسم راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه، ننګرهار ولایت ته د راتګ له امله یې ورڅخه مننه وکړه او هم یې د یاد ولایت د تعلیمي بهیر په اړه معلومات وړاندې کړل. ورپسې د پوهني وزارت  د مدارسو او دارالحفاظونو رئیس مولوي عبدالرزاق صدیق وینا وکړه او د خپلې وینا په ترڅ کې یې وویل چې د پوهنې وزارت ژمن دی چې د یاد ولایت تعلیمي بهیر ته به وده ورکوي. نوموړي زیاته کړه چې یاد وزارت په پام کې لري چي د ننګرهار ولایت اړوندو کلیوالي مدارسو ته د استادانو رسمي بستونه ورکړي او د اوس لپاره یې له ځان سره اوه لکه(۷۰۰۰۰۰ ) افغانۍ مالي مرسته را وړې ده، چې د جوړ شوي ځانګړي طرزالعمل له مخې به  مدارسو او دارالحفاظونو ته توزیع شي.

همداراز نوموړي د ولسوالیو د پوهني له آمرینو  وغوښتل چې د خپلو اړوندو ولسوالیو د مدارسو  او دارالحفاظونو دقیقه احصائیه را غونډه او له راغلي هیئت سره شریکه کړي ترڅو یې د تمویل په برخه کې ممکنه اجراآت ترسره شي. غونډه په لوړو نمرو بریالیو شویو زده کوونکو ته د سوغاتو په ورکولو او د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.
 وروسته د دارالحفاظونو او مدارسو رئیس د ننګرهار ولایت د پوهنې له رئیس مفتي حبیب حضرت او نورو مسئولینو سره هم ولیدل او له هغوی سره یې د یاد ولایت د تعلیمي بهیر په هکله تفصیلي خبرې وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د پوهنې محترم وزیر له لوري په بامیان ولایت کې ښوونیزه پروژه  پرانیستل شوه

د پوهنې محترم وزیرالحاج مولوي حبیب‌الله آغا، چې د رسمي سفر په ترڅ کې بامیان ولایت ته تللی، د پوهنې ملاتړه پروژه چې د یوه همکار بنسټ له لوري د ۶۶۶ زره او ۲۹۸ ډالرو په ارزښت تمویلېږي، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د ګمارنې لارښود اعېزمن تطبیق په اړه پرلیکه ناسته ترسره شوه

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا، د سرچینو او ادارې معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، یو شمېر مرکزي او ولایتي رئیسانو او کارپوهانو په حضور کې، د ګمارنې لارښود اعېزمن. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۲
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس تخار ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، چې د یو کاري سفر په ترڅ کې تخار ولایت ته تللی، د یاد ولایت له  پوهنې رئیس محترم مولوي محمد اسماعیل ابو احمد سره وکتل او خبرې یې. . .

BACK TO NEWS