د پوهنې د نړيوالې ورځې په مناسبت د ا.ا.ا د پوهنې وزارت اعلامیه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۵ - ۹:۲۷
د پوهنې د نړيوالې ورځې په مناسبت د ا.ا.ا د پوهنې وزارت اعلامیه

نن د‌ سلواغې څلورمه نېټه د پوهنې نړيواله ورځ ده. د پوهنې وزارت په همدې مناسبت خپل ولس او نړيوالې ټولنې ته ډاډ ورکوي، چې اسلامي امارت تعليم او زده کړه حاصلول د هر افغان لپاره اړینه بولي او هڅه کوي چې خپل ولس ته معياري ښوونيز او روزنیز خدمات وړاندې کړي.
اسلامي امارت په ځانګړې توګه د پوهنې وزارت له ټولو اقتصادي محدوديتونو او ستونزو سره، سره توانیدلی دی، چې په ټول هيواد کې ۱۹ زره ښوونځي، ۱۳ زره ديني مدارس او د سیمه ایزو درسي ټولګیو، چټکو زده کړو او لیک او لوست د زده کړې په زرګونو مراکز فعال وساتي.
دا مهال د یاد وزارت په چوکاټ کې لس ميليونه زده کوونکي چې څه د پاسه دوه نیم میلیونه يې نجونې تشکيلوي، په ارامه فضا كې په زده کړو بوخت دي، چې د دوه نیم لکه ښوونکو له لورې چې ۹۲ زره يې ښځينه دي، ورته تدریس او ښوونه کېږي.
د پوهنې وزارت په نړيواله ټولنه هم غږ کوي، چې له څلوېښت کلن بحران څخه راوتلی افغانستان په ښوونيز ډګر کې یوازې پرېنږدي او ځوان افغان نسل ته د تعليمي خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې له اسلامي امارت سره همکاره واوسي.
افغان ولس هم دنده لري، چې  خپلو بچيانو ته د ښوونې او روزنې د فرصتونو او اسانتیاوو په برابرولو کې له پوهنې وزارت سره ملاتړی واوسي.
د هیواد ځوانانو ته سپارښتنه کوو، چې خپل علمي رسالت درک او په خپلو زده کړو کې لا ډیر هڅاند او متوجه واوسي.
د افغانستان اسلامي امارت د پوهنې وزارت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۲ - ۱۲:۰
Background image

له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

لغمان

د لغمان ولایت د پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد په دغه ولایت کې د پوهنې د ودې په موخه په جوړه شوې غونډه کې د اسلامي امارت له بریا وروسته د پوهنې په برخه کې د ترسره شویو فعالیتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۲ - ۹:۴۶
Background image

له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

دایکندي

د دايکنډي ولايت د پوهنې رئيس مفتي رحمت الله مدثر او ورسره پلاوي د دغه ولايت له امنيه قوماندان الحاج ملا عبدالحکيم رفيع الله سره وکتل او په دې ولايت کې يې د پوهنې او سواد زده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۱ - ۱۱:۵۱
Background image

د کابل له پوهنې ریاست څخه د یوې ورځې د فعالیتونو لنډ راپور

د OCCD موسسې مسوولینو د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي عبدالله عابد سره په لیدنه کې د دې ولسوالۍ په لرو پرتو سیمو کې د ۵۰ سیمه ییزو او چټکو زده کړو ټولګیو د جوړولو خبره. . .

BACK TO NEWS