د پوهنې محترم وزیر لخوا په میدان وردګ ولایت کې د ۹.۵ مېلیونه افغانیو په لګښت یو باب دیني مدرسه پرانیستل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۱۴:۱۳
sdfg

د میدان وردګ ولایت سید آباد ولسوالۍ په تنګي‌دره کې «د تعلیم القرآن دیني مدرسه» چې د ځايي خلکو په مالي ملاتړ د ۹.۵ مېلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې وه، د سیمې د ګڼ‌شمېر چارواکو، دیني‌علماءکرامو او د خلکو استازو په حضور کې د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب الله آغا له لوري په رسمي ډول افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د پوهنې محترم وزیر له ځایي خلکو څخه د قدردانۍ ترڅنګ، په ټولنه کې د علم او پوهې پر اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه: پوهنې وزارت په ټول هېواد کې د پوهنیز نظام متوازن پرمختګ او پراختیا ته په قوي هوډ سره ژمن دی.

همدارنګه نوموړي ژمنه وکړه چې د دغې مدرسې لپاره به رسمي بستونه هم په پام کې ونیول شي.

د میدان‌وردګ ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد عثمان حریت په وینا: یاده دیني مدرسه په اساسي ډول په ۲ پوړونو کې جوړه شوې، چې له ټولو اړینو اسانتیاوو سره ۱۲ درسي خونې لري او په پایله کې یې د طلابو لپاره مناسب او معیاري تعلیمي چاپېریال برابر شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۱۴:۵۰
Background image

لوګر ولایت کې څه د پاسه ۱۶۰ مېلیونه افغانیو په لګښت ۱۴ ودانیزې پروژې پلې شوې دي

د روان ۱۴۰۴ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، د لوګر ولایت پوهنې ریاست په اړوند کې د شاوخوا ۱۶۰ مېلیونه افغانیو په لګښت ۱۴ ودانیزې پروژې پلې شوې دي.

یادې پروژې د پوهنې وزارت سره په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۱۴:۴۷
Background image

په پروان ولایت کې له ۳۰۶ تنو راستنېدونکو کډوالو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د پروان ولایت پوهنې ریاست له ۳۰۶ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت په موخه ازموینه واخیسته.

په همدې مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې د یاد ولایت پوهنې چارواکو په خپلو خبرو کې وویل:. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۱۴:۳۴
Background image

په پکتیکا ولایت۲ بابه ښوونځیو ته مېزونه او څوکۍ ووېشل شوې

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د سر روضې ولسوالۍ ۲ بابه ښوونځیو ته د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت ۱۴۰ پایې مېزونه او څوکۍ ووېشلې.

د یادې ولسوالۍ پوهنې آمر وویل: د دغو ښوونځیو زده‌کوونکي د. . .

BACK TO NEWS