د پوهنې وزارت  سرپرست وزیر د کابل ښار له اتمې تعلیمي حوزې څخه لیدنه وکړه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۴ - ۱۰:۱۴
وزیر سرپرست معارف از حوزه تعلیمی هشتم دیدار کرد 

 د پوهنې وزارت سرپرست وزیر شیخ القرآن والحدیث الحاج مولوي نورالله منیر صاحب د کابل ښار له اتمې تعلیمي حوزې او د یادې حوزې له اړوندو ځینو ښوونځیو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې محترم وزیر صاحب د یادې تعلیمي حوزې د مسئولینو،کارمندانو او د ښوونځیو د آمرینو او ښوونکو ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه له نږدې څخه واورېدل او هغوی ته یې ډاډ  ورکړ، چې د پوهنې وزارت به د دوی د ستونزو د حل او غوښتنو د پوره کولو په برخه کې پوره هڅه او هاند کوي او د خپلې وینا په ترڅ کې یې د یادې تعلیمي حوزې مسئولینو او د ښوونځیو ښوونکو ته د حاضري د پابندي او د تعلیمي بهیر کمیت او کیفیت  ته د پوره پاملرنې سپارښتنه وکړه او هغوی یې دې ته وهڅول ترڅو په پوره امانتداري ، اخلاص او ژمنتیا سره د هیواد د بچیانو د سالمې ښوونې او روزنې لپاره کار وکړي او په خپلو زده کوونکو باندې د معنوي پلرونو په څېر مهربان واوسي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۷
Background image

د غزني ولایت په یوه ښوونځي کې نوي ټولګي جوړ او ترمیم شول

د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند رسني لېسې د ۱۶ درسي ټولګیو د ترمیم، شپږو نویو درسي ټولګیو جوړولو او څلور جریبه ځمکې پېرلو چارې د ځایي اوسېدونکو په مالي همکارۍ د ۱.۴ میلیون افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره د څو خبرونو لنډیز

خوست
د خوست ولایت په مرکز کې د نصرت‌مېنې لېسه د ځایي اوسېدونکو په ۵۵ زره افغانیو مالي ملاتړ ترمیم او تجهیز شوه.

ننګرهار
 د ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ اړوند شهید نورمحمد خان لومړني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ولایت کې د دوو ښوونځیو له ازمېښتنونو څخه حمایوي څارنه وشوه

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز ریاست یوه پلاوي د ازمېښتنونو وضعیت ارزونې او له شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه، د کابل ولایت بګرامۍ ولسوالۍ اړوند بګرامي. . .

BACK TO NEWS