د پوهنې وزارت اداري لوی رئیس کاپیسا ولایت ته رسمي سفر وکړ

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۱۰:۲۲
asfdads

د پوهنې وزارت اداري لوی رئیس مفتي شفیع الله «منصور» د مراجعینو لپاره د لازمو آسانتیاوو برابرولو او د پوهنې په برخه کې د نورو مسایلو په موخه، کاپیسا ولایت ته ولاړ.

نوموړي یاد ولایت ته د رسېدو پر مهال، د پوهنې له ریاست څخه لیدنه وکړه او د دغه ولایت د پوهنې له رئیس مولوي محمد فرید حقاني سره یې په کتنه کې، د خپل سفر د موخو د پلي کولو په تړاو خبرې اترې وکړې.

د پوهنې وزارت اداري لوی رئیس د کاپیسا له پوهنې مسئولينو او کارکوونکو څخه وغوښتل چې د مراجعينو کارونه دې په ټاکلي وخت ترسره کړي، تر څو د هغوی د وخت ضایع کېدو مخنیوی وشي.

دغه راز د یاد ولایت پوهنې رئیس د پوهنې وزارت پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د مراجعینو لپاره د لازمو آسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړ او د پوهنې ریاست مسئولین او کارکوونکي یې د دې چارې په عملي کولو کې ژمن وبلل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۴:۵۲
Background image

د هېواد د ولایتونو په استازیتوب، د یو شمېر ولایتونو پوهنې رئیسانو د پوهنې وزارت له محترم سرپرست سره وکتل

د هېواد د ولایتونو په استازیتوب د کابل، میدان وردګ، بامیان، کاپیسا، غزني او لوګر ولایتونو د پوهنې ښاغلو رئیسانو د پوهنې وزارت له محترم سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا سره وکتل او په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۴:۵۰
Background image

هرات ولایت کې د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت د نویو درسي خونو جوړولو چارې پیل شوې

د هرات ولایت رباط سنګي ولسوالۍ اړوند تورغونډۍ ښارګوټي لېسې لپاره د ۶ بابه درسي ټولګیو جوړولو چارې، د ځایی خلکو له خوا د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت سره پیل شوې دي.

په ورته وخت کې ځایی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۴:۴۷
Background image

د ښوونکو مسلکي پراختیا رئیس په رسمي سفر پکتیا ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزارت د ښوونکو مسلکي پراختیا رئیس محترم مولوي محمد ابراهیم «عمري» پکتیا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالقیوم «فاروقي» سره وکتل او. . .

BACK TO NEWS