د پوهنې وزارت اسلامي زده‌کړو معینیت له لوري د مدرسینو مسلکي وړتیاوو لوړولو سیمینارونه پیل شول

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۵:۲۹
2212

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت، د هېواد په درېیو زونونو کې د مدرسینو مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه د کامل الحفظ او تجوید برخه کې سیمینارونه په رسمي ډول پیل کړل.

مسئولین وایي چې د یادو سیمینارونو په پایله کې به د مدرسینو مسلکي مهارتونه وده ومومي او په ترڅ کې به یې د کامل‌الحفظ او تجوید برخه کې اغېزناکې هڅې او وړتیاوې لاپسې پیاوړې شي.

دغه علمي او مسلکي سیمینارونه په درېیو زونونو (په کندهار او هرات زون کې د دارالعلومونو د رئیس مولوي عبدالقدوس قدوسي، په کندز او بلخ زون کې د مسلکي انکشاف د آمر ښاغلي عبدالغني رحیمي او په پکتیا او ننګرهار زون کې د استعدادونو ارزونې د رئیس مفتی عبدالولي سداد تر مشرۍ لاندې) له ټاکل شوې نېټې سره سم پیل شول.

د یادونې وړ ده، په دغو سیمینارونو کې ټولټال ۸۴۰ تنه مدرسین ګډون لري، چې د وږي تر ۲۷مې نېټې پورې به د کامل الحفظ او تجوید په برخه کې مهم معلومات او رزونه ترلاسه کړي.

د اسلامي زده کړو معینیت په دې برخه کې هیله څرګندوي چې دغه ډول پروګرامونه به د مدرسینو مسلکي مهارتونه پیاوړي او د قرآني علومو د ترویج په برخه کې به مهم رول ولوبوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۴۱
Background image

د قرارداد د پرېکړې خبرتیا د پوهنې وزارت

د پوهنې وزارت په پام کې لري، د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د اړتیا وړ ۳۰ قلمه معلوماتي ټکنالوژۍ وسایلو د تدارک او پېرودلو پروژې د لومړي لاټ قرارداد، د ۵ میلیونه، ۴۷۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۳۴
Background image

د قرارداد د پرېکړې خبرتیا (د پوهنې وزارت)

د پوهنې وزارت په پام کې لري، د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د اړتیا وړ ۳۰ قلمه معلوماتي ټکنالوژۍ وسایلو د تدارک او پېرودلو پروژې د دویم لاټ قرارداد، د ۱۳ میلیونه، ۸۴۱. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

BACK TO NEWS