د پوهنې وزارت خبرتیا

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۱۳:۴۵
sdfgfd

د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا د کادري ټېمونو د کارکوونکو «۹۰۴» بستونو لپاره د غوښتونکو نوملیکنه؛

د غوښتونکو د نوم لیکنې شرایط:

۱- په هېواد کې د ننه یا بهر له معتبرو پوهنتونونو څخه د لیسانس یا عالمیه دورې سند درلودل.

۲- د اړوند بست سره د نوماند د تحصیلي څانګې تړاو.

۳- د لیسانس غوښتونکي عمر باید له ۳۰ کلونو او د ماسټر عمر باید له ۳۵ کلونو څخه زیات نه وي.

۴- د تابعیت پېژندپاڼې درلودل.

۵- په یوه نړیواله ژبه کې بلدیت.

د نوم لیکنې نېټه:

تر ۸/ ۲۷ /۱۴۰۳ لمریز، پورې؛

ګران هېوادوال کولی شي، چې د نوم لیکنې فورم ډکولو او د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندې لېنکونو ته مراجعه وکړي.

https://nexa.gov.af/fa/moe-reg

https://drive.google.com/.../1HjFdgqxWB3skveriiWw.../view...

https://moe.gov.af/ps/all-vacancies

یا له ۰۷۴۹۹۸۸۵۲۸ شمېرې سره په اړیکه کې شي.

د پوهنې وزارت

د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۳:۳۳
Background image

فراه ولایت کې څه د پاسه ۵۹۰ زره افغانیو په لګښت د یو ښوونځي بیارغونې چارې بشپړې شوې

د فراه ولایت د پوهنې ریاست مسئولینو په وینا، د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۵۹۱ زره ۶۲۹ افغانیو په لګښت، د یاد ولایت مرکز اړوند د کاریز سوخته ښوونځي بیارغونې چارې چې پخوا پیل شوې وې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۳:۳۱
Background image

د کابل ښار ښوونځيو فوټسال لوبډلو ترمنځ د سیالیو پایلې اعلان شوې

څه موده وړاندې د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رياست له لوري د خزاني ټورنمنټ په چوکاټ کې، د کابل ښار ښوونځيو د سپورټي لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ په لاره واچول شوې، چې اوس یې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۳:۲۹
Background image

په میدان وردګ ولایت کې عامو ولسونو د ۳۵ زره افغانیو په لګښت له پوهنیز نظام سره مرسته کړې

د ميدان وردګ ولایت د پوهنې رياست په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې ولايت سيداباد ولسوالۍ اړوند د انخي، باغک او امام محمد (رحمه الله) ښوونځیو سره د ځايي خلکو له لوري د ٣٥زره افغانيو په اندازه. . .

BACK TO NEWS