د پوهنې وزارت خبرتیا

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۱:۳۵
142

د هېواد د سړو سیمو-- ولایتونو د مدارسو، دارالحفاظونو، دارالعلومونو او ښوونځیو د څلور نیم میاشتنیو آزموینو او رخصتیو په تړاو"

"د پوهنې وزارت خبرتیا "

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو د لایحې له مخې ټاکل شوې ده، چې د هېواد په سړو سیمو--ولایتونو کې د مدارسو، دارالحفاظونو او دارالعلومونو په شمول، د رسمي او خصوصي ښوونځيو څلور نيم مياشتنۍ آزموينې په لاندې ډول پيل او پاى ته ورسېږي:

۱- د هوا د تودوخې د لوړوالي له امله د مدارسو، دارالحفاظونو او دارالعلومونو په شمول د رسمي او خصوصي ښوونځیو طالب العلمان او زده‌کوونکي د روان کال د چنګاښ میاشتې له (۱۱مې) نېټې څخه تر (۱۵ مې) نېټې پورې چې د ( ۱۴۴۷/۱/۶ هـ ق ) سره سمون خوري، د (۵ ) ورځو لپاره رخصت دي.

۲- د سړو سیمو - ولايتونو د مدارسو، دارالحفاظونو او دارالعلومونو په شمول د رسمي او خصوصي ښوونځيو له لومړي څخه تر څوارلسم ټولګي پورې څلور نيم مياشتنۍ آزموينې، د چنګاښ ماشتنې له ۱۶ مې نېټې څخه چې د ۱۴۴۷هـ ق کال د محرم میاشتې له ۱۱ مې نېټې سره سمون خوري پیل او د همدې میاشتې تر پایه پورې به دوام ولري.

۳- د یادو ولایتونو په مدارسو، دارالحفاظونو، دارالعلومونو سربېره، د رسمي او خصوصي ښوونځيو د اوړي رخصتۍ، د ۱۴۰۴ لمریز کال د زمري میاشتې له (۱) نېټې څخه چې د ۱۴۴۷ هـ ق کال محرم میاشتې له ۲۷ مې نېټې سره سمون خوري پیل او د ۱۴۰۴ لمریز کال د زمري میاشتې له (۱۱) مې نېټې څخه چې د ۱۴۴۷ هـ ق کال د صفر میاشتې (۸ مې) نېټې سره سمون لري، په ذکر شویو ولایتونو کې د تعلیمي مرکزونو درسونه بېرته پیلېږي.

د ټولو تعلیمي ادارو مسئولین، ښوونکي او زده‌کوونکي مکلف دي، چې د اوړي تر رخصتیو وروسته د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه پرته له ځنډ یا غیر حاضرۍ څخه خپلو درسونو ته حاضر شي.

والسلام

د پوهنې وزارت

د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند احمدیه لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې د سیمې د مهتممانو او قومي مشرانو په مالي مرسته، د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
تمه ده چې د یادې ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۵
Background image

په غور کې د ښوونځيو۱۲۰تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوندو ښوونځيو۱۲۰ تنو ښوونکو، سرښوونکو، مدیرانو او آمرینو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړونې اته ورځنۍ برنامه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د نیمروز ولایت د یوه دارالعلوم اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اړوند د نبوي (صلی‌الله علیه وسلم) عالي دارالعلوم ۲۱۰ تنو زده‌کوونکو ته د حبیب‌یار خیریه بنسټ په مالي مرسته بکسونه او درسي لوازم ووېشل شول.

BACK TO NEWS