د پوهنې وزارت خبرتیا

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۳ - ۱۳:۳۵

موضوع: په ښوونځیو کې د مالي کمیټې سره د مرستې په نامه د پیسو را ټولول منع دي

پوهنې وزارت_کابل: په ښوونځیو کې د ښوونکو څخه د مالي کمیټې سره د مرستې لپاره د پیسو را ټولول د پوهنې وزارت د قوانینو، مقررو، او کړنلارو سره مخالفت لري او په جدي ډول منع دي.

د وړ او مستحقو ښوونکو سره د مرستې لپاره د ښوونکو سره د پور ورکولو صندوق شتون لري او د دې صندوق د لایحې پواسطه وړ او مستحق ښوونکې کولای شي د نوموړي صندوق څخه پور ترلاسه کړي.

د ا په داسې حال کې ده، چې یو شمیر شکایتونه شتون لري چې په یو شمیر ښوونځيو کې په خپل سر له ښوونکو څخه په مختلفو طریقو په ښوونځیو کې پیسې ټولیږي.

د فساد سره د مبارزې او په ښوونیز چاپیریال کې د ناوړه ګټې اخیستنې په موخه لارښونه کیږي ترڅو په مختلفو بهانو باندې د پیسو را ټولولو په ښوونځیو کې مخه ونیول شي او د سرغړونکو سره به قانونې چلند وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS