د پوهنې وزارت داسلامي تعلیماتو معین د امام ابوحنیفه (رحمه الله) په عالي دارالعلوم کې د سیرت النبي(صلی الله علیه وسلم) له سیالۍ څخه لیدنه وکړه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۵ - ۱۲:۱۱
د پوهنې وزارت داسلامي تعلیماتو معین د امام بوحنیفه (رحمه الله) په عالي دارالعلوم کې د سیرت النبي(صلی الله علیه وسلم) له سیالۍ څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو معین الحاج مولوي کرامت الله اخندزاده، د امام ابوحنیفه (رحمه الله) په عالي دارالعلوم کې د سیرت النبي(صلی الله علیه وسلم) له سیالۍ څخه لیدنه وکړه.
یاده سیالۍ د پوهنې وزارت د دارالعلومونو ریاست تر اشراف لاندې د یاد دارالعلوم د مسئولینو او استادانو په اهتمام د لسم، یوولسم او دولسم ټولګیو د زده کوونکو لپاره د تحریري ازموینې په بڼه تنظیم شوې وه او په نږدې راتلونکې کې به یې پایلې اعلان شي.
د اسلامي تعلیماتو معین د یادې سیالۍ له صحنې څخه د لیدنې په مهال د سیالۍ له تنظیموونکو او ګډون کوونکو څخه مننه وکړه او دا ډول علمي سیالۍ یې په ټولنه کې د اسلامي زده کړو د عامولو او د رسول الله(صلی الله علیه وسلم) له سیرت سره د آشنايي د پیدا کېدلو په برخه کې خورا اړینې وبللې او زیاته یې کړه چې یادې سیالۍ به په راتلونکې کې هم د مرکز او ولایاتو په کچه دوام ولري.
د یادونې وړ ده، چې یاده سیالۍ دکابل په عربي دارالعلوم کې هم ترسره شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۱۶
Background image

د پوهنې وزارت مشرتابه پلاوي په پروان کې د درېیو ولایتونو د مدارسو او دارالحفاظونو له مهتممینو سره مشورتي غونډه وکړه

د پوهنې وزارت مشرتابه پلاوي پروان ولایت ته د یوه ورځني سفر په ترڅ کې د پروان، کاپیسا او پنجشیر ولایتونو د مدارسو او دارالحفاظونو له مهتممینو سره مشورتي غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۵
Background image

په غزني کې د یوه ښوونځي څلور درسي ټولګي او لوبغالی ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د غزني ولایت مرکز اړوند شهرکهنه ښوونځي څلور ترمیم شوي درسي ټولګي او یو نوی جوړ شوی د والیبال لوبغالی، د یاد ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
دغه چارې د زده. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲
Background image

په هرات کې یو شمېر ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې روزنیزه برنامه پیل شوه

د هرات ولایت د ادرسکن، کرخ، کشک کهنه، چشت شریف او اوبې ولسوالیو د ساینس او ریاضیاتو ۱۰۳ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو. . .

BACK TO NEWS