د پوهنې وزارت دخواشینۍ او ډاډګیرنې پیغام

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۱/۱۱ - ۸:۵۸

په غزني کې د 12 تنو زده کوونکو د شهادت او ټپی کېدو له امله د پوهنې سرپرست وزیر ښاغلي ډاکټر محمد میرویس بلخي د خواشینۍ پیغام!
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د ملانو بابا په ښوونځي د یوې هاوان مرمۍ د لګېدو له امله څلور تنه زده کوونکي شهیدان او اته تنه نور ټپیان شوي دي.
د پوهنې وزارت لپاره د زده کوونکو او د پوهنې لارویانو د شهادت او ټپیکېدو خبر دردونکی او زړه بوږنونکی دی.
د پوهنې وزارت رهبري د شهیدانو له کورنیو سره په دې غم کې ځان شریک بولي او ډاډ ورکوي چې د یادې پېښې د ټپیانو په درملنه کې به له خپلو ټولو امکاناتو څخه کار واخلي.
د پوهنې وزارت رهبري یو ځل بیا د جګړې په ټولو ښکېلو خواوو او ډلو غږ کوي چې د ښوونځیو پر ښوونکو, زده کوونکو, کارکونکو او د پوهنې پر تاسیساتو له حملو څخه ډډه وکړي, ځکه چې دا قشر له سیاست څخه لرې او تل د هیواد د پرمختګ او سوکالۍ لپاره په پوره اخلاص, صداقت او ایماندارۍ خدمت او زده کړې کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۵:۲۳
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست له کړنو څو لنډ خبرونه

د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ په ۱۷بابه ښوونځیو کې د شاوخوا ۸۰۰ تنو زده کوونکو ترمنځ د «اسلامي عقیدې» د کتاب له منځپانګې څخه علمي سیالۍ ترسره شوې، کوم چې د یوې همکارې فکري او فرهنګي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۹:۲
Background image

داوطلبۍ اعلان

د کابل ښار پوهنې ریاست د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د ۱۰,۰۰۰ لیټره پټرولو او ۶,۵۰۰ لیټره ډیزلو تیلو ته اړتیا لري.
هغه لوژستیکي، سوداګریز شرکتونه او د تېلو ټانک لرونکي چې د قرارداد ترلاسه کولو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱- پوهنې وزارت د مسلکي او وړ کادرونو د ګومارنې په موخه، د غوښتونکو د تحصیلي او کاري اسنادو له دقیقې ارزونې وروسته، د ښوونیز نصاب د ۲۲ تخنیکي او تخصصي بستونو لپاره له ۱۶۰ تنو داوطلبانو. . .

BACK TO NEWS