د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو معین  په کابل کې د حاجي چمن دارالعلوم څخه  لیدنه وکړه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۴ - ۱۴:۴۸
kmki

    نن ورځ سه شنبه(۲۷/۱۲/۱۴۴۳هـ ق-۴/۵/۱۴۰۱هـ ش) د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو معین الحاج مولوي کرامت الله اخندزاده، په داسي حال کې چې د یاد وزارت د دارالعلومونو رئیس مولوي عبدالقدوس هم ورسره ملګری وو، په کابل کې د حاجي چمن دارالعلوم له مسئولینو، استادانو او زده کوونکو سره له نږدې ولیدل، د څلورنیم میاشتنۍ ازموینې د صحنې نظارت یې وکړ، د دارالعلوم د مسئولینو وړاندیزونه یې واورېدل اوله هغوی سره یې اړین هدایات شریک کړل.
همدارنګه د پوهنې وزارت د دارلعلومونو رئیس  مولوي عبدالقدوس  د سیدمنصور نادري له دارالعلوم څخه لیدنه وکړه او د یاد دارالعلوم مسئولینو ته یې د اړوندو چارو په هکله اړینې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۰
Background image

په غور ولایت کې د ۳ولسوالیو پوهنې آمریتونو لپاره د نویو ودانیو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۱ میلیون او ۶۵۰ افغانیو په لګښت، د غور ولایت دولینه، پسابند او تیوره ولسوالیو پوهنې آمریتونو د نویو ودانیو بنسټ ډبره د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۹:۲۳
Background image

د کابل ولایت پوهنې ریاست، له ۳۲ تنو م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته

د کابل ولایت پوهنې ریاست د هېواد اولادونو ته د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له ۳۲ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده‌کړو پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د پوهنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۹:۲۰
Background image

په سرپل او نورستان ولایتونو کې له راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د سرپل او نورستان ولایتونو پوهنې ریاستونو، هېواد ته له راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې واخیستې، چې په ټوله کې ۱۴۱ تنه ماشومان پکې شامل وو.
په دغو ازموینو. . .

BACK TO NEWS