د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت لوړپوړي پلاوي د غزني ولایت له جهادي مدرسې څخه لیدنه وکړه
د پوهنې وزارت داسلامي زده کړو معینیت د استعدادونو د ارزونې رئیس مفتي عبدالولي سداد، د خپلو رسمي سفرونو په دوام غزني ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت له پوهنې مسئولینو سره یې وکتل.
داسلامي زده کړو معینیت د استعدادونو د ارزونې رئیس، د غزني ولایت د پوهنې عمومي وضعیت تر ارزونې وروسته، د یاد ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي میرنصیر احمد حسیني په ملتیا، په اندړو ولسوالۍ کې د جهادي مدرسې او د قطب مدرسې له دارالایتام څخه لیدنه وکړه او د پوهنې ریاست له مسؤلینو سره یې، د دواړو بنسټونو اداري او تدریسي فعالیتونه له نیږدې څخه وارزول.
نوموړي د څارنې په یاد پروګرام کې، د استادانو او زده کوونکو ستونزې او وړاندیزونه راټول او د حل په موخه یې د همکارۍ ژمنه وکړه.
