د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت لوړپوړي پلاوي د غزني ولایت له جهادي مدرسې څخه لیدنه وکړه

media-moe
Sun, Aug 13 2023 2:31 PM
123

 د پوهنې وزارت داسلامي زده کړو معینیت د استعدادونو د ارزونې رئیس مفتي عبدالولي سداد، د خپلو رسمي سفرونو په دوام غزني ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت له پوهنې مسئولینو سره یې وکتل.
 داسلامي زده کړو معینیت د استعدادونو د ارزونې رئیس، د غزني ولایت د پوهنې عمومي وضعیت تر ارزونې وروسته، د یاد ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي میرنصیر احمد حسیني په ملتیا، په اندړو ولسوالۍ کې د جهادي مدرسې او د قطب مدرسې له دارالایتام څخه لیدنه وکړه او د پوهنې ریاست له مسؤلینو سره یې، د دواړو بنسټونو اداري او تدریسي فعالیتونه له نیږدې څخه وارزول.
نوموړي د څارنې په یاد پروګرام کې، د استادانو او زده کوونکو ستونزې او وړاندیزونه راټول او د حل په موخه یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS