د پوهنې وزارت د تشکیلاتو ریاست له لوري د یو شمېر ولایتونو پوهنې آمرینو ته ۴ ورځنی روزنیز ورکشاپ پرانیستل شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۲ - ۱۴:۵۹
125

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو ریاست له لوري د کابل، ننګرهار، کندهار، بلخ، تخار، بغلان، کندز او سمنګان ولایتونو د پوهنې آمرینو د رهبري او مدیریتي وړتیاوو لوړولو په موخه روزنیز ورکشاپ، د یاد وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د سرچینو او ادارې معین الحاج مولوي صبغت الله وصیل، د آزموینو ملي ادارې لوی رئیس شیخ عبدالباقي حقاني، ځینو مرکزي رئیسانو، مسئولینو او علماء کرامو په حضور کې جوړ شو.
په پیل کې د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس مفتي عبدالحلیم حلیمي لوړ پوړو مېلمنو او ګډون والو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د یاد ورکشاپ د موخو او اهمیت په تړاو مفصله ویناء وکړه.
ورپسې د یاد وزارت د سرچینو او ادارې معین په خپلو خبرو کې د مرکز په شمول د ټولو لیرې پرتو سیمو د تشکیلاتو د متوازن وېش او لاپراخوالي په هکله د معلوماتو ترڅنګ، له ګډون والو وغوښتل تر څو د دغه ډول ورکشاپونو له زده کړو مهارتونو څخه اعظمي ګټه پورته کړي.
همدارنګه د آزموینو ملي ادارې لوی رئیس د پوهنیز نظام مسئولیت ته په اشارې سره وویل: یاد نظام مسئولیت لري، تر څو د هېواد بچیانو ته لامعیاري ښوونیز او روزنیز چوپړونه وړاندې کړي.
په ورته مهال د کیفیت تضمین معین د خپلو خبرو په ترڅ کې، د پوهنیزنظام لاپرمختګ لپاره، د ټولو کارکوونکو پر امانتدارۍ او علمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، په دیني او عصري دواړو برخو کې د راتلونکو نسلونو باکیفیته روزل، د ټولو منسوبینو په امانتدارۍ او علمیت پورې تړلي دي.
نوموړي د ورکشاپ له ګډون والو وغوښتل چې خپل زده کړي مهارتونه او علمي وړتیاوې په بشپړ ډول پلې کړي.
دغه راز يو شمېر نورو مسئولینو  هم د روزنیزو ورکشاپونو د ګټو په اړه منسوبینو ته اغېزناکې ویناوې وکړې او هغوی یې خپلو اساسي موخو ته وهڅول.
غونډه دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۲ - ۱۰:۵۰
Background image

د ا.ا.ا د پوهنې وزارت پلاوي په کازان ښار کې د پوهنې د وزيرانو په نړيوال کنفرانس کې ګډون وکړ

ياد کنفرانس چې نن ورځ رسما پيل شو، د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې د معين الحاج مولوي سخاء الله سعيد په مشري پلاوي پکې رسما ګډون وکړ.
دغه کنفرانس د روسیې د ولسمشر ولاديمير پوتين په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۱ - ۱۴:۲۹
Background image

د پوهنې وزارت پلاوي د روسیې فدراسیون د پوهنې وزارت له مرستيال سره وکتل

دغه ليدنه چې د کازان په ښار کې تر سره شوه، د روسیې د پوهنې وزارت مرستيال(Andrey Korneev) پکې د افغانستان له تعليمي بهير سره د همکاري په برخه کې خپل بشپړ چمتو والی وښود او څرګنده يې کړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۱ - ۱۴:۲۴
Background image

د پوهنې وزارت د معین په مشرۍ پلاوي روسیې ته رسمي سفر وکړ

د روسیې فدراتیف جمهوریت په رسمي بلنه، د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې د معین الحاج مولوي سخاءالله سعید په مشرۍ د افغانستان اسلامي ا.مارت لوړ پوړي پلاوي، د پوهنې وزیرانو په درېیم نړۍوال. . .

BACK TO NEWS