د پوهنې وزارت د خدماتو او بهرنیو اړیکو نوي رئیسان معرفي شول

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۱۲:۱۱
5454

د پوهنې وزارت په وړاندیز او د ریاست الوزارء‌ عالي مقام په منظورۍ، د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق له لوري، د یاد وزارت د خدماتو ریاست لپاره نوی رئیس محترم مولوي جنت‌ګل عزیز او د بهرنیو اړیکو لپاره نوی رئیس محترم مفتي محمد حسن حقاني د مرکزي څانګو یو شمېر رئیسانو او کارکوونکو په حضور کې معرفي او په کار یې پیل وکړ.
لومړی، د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین په ادارو کې تقرر او بدلون یو اصل وګاڼه او ویې ویل چې دا ډول اقدامات په اداري څانګو کې د کارونو لا ښه والي لپاره پلي کېږي
ورپسې پورته ذکر شویو رئیسانو هم د موضوع په اړه خبرې وکړې او د افغانستان .ا.ا. مشرتابه عالي مقام او د پوهنې وزارت د رهبرۍ له باور څخه یې د مننې ترڅنګ، ډاډ ورکړ چې ورسپارل شوې دنده به په پوره صداقت او د پوهنې وزارت د محترم مشرتابه د لارښوونو او پرېکړو په رڼا کې عملي کړي.
غونډه د یاد وزارت د ولایتي چارو د سمون او همغږۍ د رئیس محترم الحاج مولوي پاینده‌محمد تعلیم له خوا په مبارکې دعائیې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۱۲:۵۸
Background image

د پوهنې وزارت د مقام ستر سلاکار د بدخشان ولایت له ښوونیزو بنسټونو څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د مقام ستر سلاکار محترم الحاج مولوي سیدغیاث‌الدین آغا، د یو شمېر ولایتونو د تعلیمي وضعیت څار او ارزونې د سفرونو په لړ کې، د بدخشان ولایت له اړوندو تعلیمي ادارو څخه لیدنه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۱۲:۱۴
Background image

پکتیکا ولایت کې له ۴ زره څخه زیاتو زده‌کوونکو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوې

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مسلکي پراختیا برخې د کارکوونکو، سوداګرو او د سیمې د خلکو په همکارۍ، د یاد ولایت په ۸ ولسوالیو کې ټولټال (۴۱۱۵) تنو زده‌کوونکو ته د ژمنیو رخصتیو پر مهال د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۱۲:۱۱
Background image

د پوهنې وزارت د خدماتو او بهرنیو اړیکو نوي رئیسان معرفي شول

د پوهنې وزارت په وړاندیز او د ریاست الوزارء‌ عالي مقام په منظورۍ، د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق له لوري، د یاد وزارت د خدماتو ریاست لپاره نوی رئیس محترم مولوي جنت. . .

BACK TO NEWS