د پوهنې وزارت د دارالحفاظونو او مدارسو لوی رئیس، د لوګر ولايت ديني زده کړو بنسټونو څخه لیدنه وکړه.

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۸ - ۱۴:۳۵
123

 د پوهنې وزارت د دارالحفاظونو او مدارسو لوی رئیس مولوي عبدالرزاق صدیق، لوګر ولایت ته د یوه کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د دیني مدارسو وضعیت وڅېړه.
 نوموړي د ياد ولایت پوهنې رئیس، مسئولینو، مشرانو او یو شمېر علماوو سره د یوې ناستې په ترڅ کې، دیني مدارسو لپاره د پوهنې وزارت د پلانونو او تګلارو په اړه معلومات ورکړل او د هېواد بچيانو لپاره یې د لا زیاتو زده کړو دآسانتیاوو په برابرولو ټینګار وکړ. 
 په دې کتنه کې نوموړي، په مدارسو کې د تشو بستونو د ډکولو او ګمارنې په اړه د وضاحت په ترڅ کې، د يادې ادارې له مشرتابه وغوښتل، چې ياده پروسه په شفافه او چټکه توګه پلې کړي.
 دلوګر ولايت پوهنې رئيس مولوي جنت ګل عزيز ورغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او د يادو پروګرامونو په تطبيق کې يې د همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۳۷
Background image

هلمند ولایت کې د ۱۲ میلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت یو باب ښوونځی تاسیس شو

د پوهنې وزارت له لوري د هلمند ولایت په دیشو ولسوالۍ کې «د خالد بن ولید رضی‌الله عنه» په نوم یو نوی ښوونځی تاسیس او په رسمي توګه یې فعالیت پیل کړ.
د یاد ولایت د پوهنې مسوولینو په وینا؛. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۵۷
Background image

د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د څه کم ۷ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۰بابه ښوونځي ترمیم شول

د یو همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ په کچه د ۱۰ بابه ښوونځیو ترمیم چارې، د ۶.۸ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او په دې وروستیو کې د کابل ولایت پوهنې مسوولینو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۵۵
Background image

په کاپیسا ولایت کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د طرحه شوي پلان له مخې، د کاپیسا ولایت پوهنې ریاست له لوري د ۲۰۸ تنو هغو ماشومانو څخه، چې له کډوالۍ هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي کچې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې. . .

BACK TO NEWS