د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رياست پلاوي په هرات ولايت کې د ښوونیزو او روزنیزو برنامو د پلي کېدو ارزونه وکړه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۱:۱۲
662

د پوهنې وزارت دعوت او ارشاد ریاست د مرستیال مولوي بسم‌الله حسان په مشرۍ پلاوي هرات ولایت ته د سفر پر مهال، د  ياد ولایت له پوهنې مسٸولینو سره په کتنه کې، د دعوت او ارشاد د برنامو د تطبیق څرنګوالی وڅېړه او له یو شمېر امارتي او خصوصي ښوونیزو بنسټونو څخه یې هم لیدنه وکړه.
یاد پلاوي د دعوت او ارشاد د نصاب او پالیسۍ پر اغېزمن تطبیق، د اسلامي او اخلاقي ارزښتونو پر پیاوړتیا او د زده‌کوونکو د دیني او روزنیزې کچې پر لوړولو ټینګار وکړ.
همدارنګه، د پوهنې وزارت د منظورۍ له مخې مولوي سیدګل‌آغا سادات د هرات ولایت د پوهنې ریاست د دعوت او ارشاد د آمر او مولوي عبدالجمیل مستغفر د کارکوونکو چارو د عمومي مدیر په توګه معرفي شول.
سربېره پر دې، د هرات ښار د امارتي او خصوصي ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو له مسئولینو سره په جوړه شوې غونډه کې د دعوت او ارشاد د برنامو د لا ښه تطبیق، د ښوونیزو او روزنیزو چارو د کیفیت پر لوړولو او د وزارت د لوایحو او قوانینو د پلي کېدو په اړه خبرې وشوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

په بادغیس کې ۳۰ ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا برابرولو چارې پیل او څلور نور ترمیم شول

د بادغیس ولایت مرکز سربېره په قادس، مقر، آب‌کمري، بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې د ۳۰ ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو چارې پیل شوې دي.
په ورته مهال، د یاد ولایت په مقر، قادس او آب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۰
Background image

په غزني کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند نجـم‌العلوم للبنات مدرسې نوې ودانۍ، چې څه موده مخکې د یو جریب ځمکې پر سر د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړه او د یوې. . .

BACK TO NEWS