د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو "اوونیز راپور"

له شنبې ۱۴۴۶/۱/۲ تر پنجشنبې ۱۴۴۶/۱/۷هـ.ق (د ۱۴۰۴ لمریز کال، چنګاښ میاشتې له ۷ مې تر ۱۲ مې نېټې پورې)
د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم مولوي جمعه خان "سروري" په لارښوونه، تېره اوونۍ د یاد ریاست یو څارنیز ټیم، د کابل ښار لسمي او یوولسمي تعلیمي ناحيو اړوندو ۱۹بابه رسمي او خصوصي ښوونځیو له مدیرانو او مسئولینو سره وکتل.
په یادو لیدنو کې د پوهنې وزارت د مقام د هدایت پر بنسټ، د اسلامي اصولو او افغاني دودونو په رڼا کې د ښوونځیو د ځانګړي یونیفورم پلي کېدو په تړاو سپارښتنې وشوې.
همدارنګه د پورته ذکر شویو ښوونځیو آمرینو او ښوونکو له یادو سپارښتنو تود هرکلی وکړ او دا یې د خپلو زدهکوونکو سالمې ښوونې- روزنې، نظم او ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره یو مهم او مثبت ګام وباله.
همداراز د پوهنې وزارت مرکزي هستې ټولو کارکوونکو ته د دیني درسونو لړۍ هم په نورمال ډول روانه وه.
په ورته مهال د ولایتونو له پوهنې ریاستونو او د کابل ښار پوهنې ریاست څخه ترلاسه شوي راپورونه ښيي چې؛
په تېره اوونۍ کې له ټاکل شوي مهالوېش سره سم، د ښوونیزو مرکزونو منسوبینو ته د دعوت او ارشاد درسونو دوام درلود؛ لکه د پخوا په څېر، په مرکزي هسته کې د یو شمېر ریاستونو د کارکوونکو وضعیت له نږدې وارزول شو او هغوی ته اړینې سپارښتنې وشوې.