د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو "اوونیز راپور"

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۹:۴۵
2515

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان "سروري" په لارښوونه، تېره اوونۍ د یاد ریاست مسئولینو، د کابل ښار اړوندو ښوونیزو حوزو له آمرینو سره غونډه وکړه، چې په ترڅ کې یې د عالیقدر امیر المؤمنین «حفظه الله» د فرامینو، د امربالمعروف د قوانینو، د دعوت او ارشاد ریاست د نصاب تطبیق او تدریس په اړه هر اړخیز بحثونه ترسره شول.
 همدارنګه د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان سروري او د کارکوونکو  چارو لوی رئیس محترم مفتي شفیع الله منصور، د امر بالمعروف د انفاذ کمېټي اړوند غونډه وکړه او په پایله کې یې پر یو لړ مهمو چارو باندې تفصیلي خبرې وشوې.   
دغه راز د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت څخه د ارزیابۍ په موخه راغلي پلاوي د پوهنې وزارت د کارکوونکو صورت او سیرت کتنې سربېره، لمانځه او دیني درسونو ته حاضرېدلو پروسو اړوند څارنه ترسره کړه، چې پر مهال یې پایلې مثبتې وارزول شوې.
په ورته مهال، د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو تېره اوونۍ، د مرکزي هستې اړوندو منسوبینو د صورت او سیرت څخه څارنه وکړه او هغوی ته يې په نبوي سنتو د ځان سمبالولو په تړاو لازمې توصیې وکړې. 
همداراز د پوهني وزارت د مرکزي هستې ټولو کارکوونکو ته د دیني درسونو لړۍ هم په نورمال ډول روانه وه. 
په ورته وخت کې د ولایتونو له پوهنې ریاستونو او د کابل ښار پوهنې ریاست څخه ترلاسه شوي راپورونه ښيي چې؛
په تېره اوونۍ کې له ټاکل شوي مهالوېش سره سم، د ښوونیزو مرکزونو منسوبینو ته د دعوت او ارشاد درسونو دوام درلود؛ لکه د پخوا په څېر، په مرکزي هسته کې د یو شمېر ریاستونو د کارکوونکو وضعیت له نږدې وارزول شو او هغوی ته اړینې سپارښتنې وشوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۵:۲۳
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست له کړنو څو لنډ خبرونه

د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ په ۱۷بابه ښوونځیو کې د شاوخوا ۸۰۰ تنو زده کوونکو ترمنځ د «اسلامي عقیدې» د کتاب له منځپانګې څخه علمي سیالۍ ترسره شوې، کوم چې د یوې همکارې فکري او فرهنګي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۹:۲
Background image

داوطلبۍ اعلان

د کابل ښار پوهنې ریاست د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د ۱۰,۰۰۰ لیټره پټرولو او ۶,۵۰۰ لیټره ډیزلو تیلو ته اړتیا لري.
هغه لوژستیکي، سوداګریز شرکتونه او د تېلو ټانک لرونکي چې د قرارداد ترلاسه کولو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱- پوهنې وزارت د مسلکي او وړ کادرونو د ګومارنې په موخه، د غوښتونکو د تحصیلي او کاري اسنادو له دقیقې ارزونې وروسته، د ښوونیز نصاب د ۲۲ تخنیکي او تخصصي بستونو لپاره له ۱۶۰ تنو داوطلبانو. . .

BACK TO NEWS