د پوهنې وزارت د علمي شورا د تخصصې بستونو د ګمارنې اعلان

Amiri-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۵ - ۱۱:۲۲
loco

Publish Date

Closing Date

Location

Kabul Afghanistan

د پوهنې وزارت د علمي شورا د تخصصې بستونو د ګمارنې اعلان

 

علمي شورا د پوهنې وزارت په تشکیلاتي جوړښت کې پخوا موجوده وه، اما په وروستیو کې یاده شورا د پوهنې وزرات د تشکیل څخه حذف شوې وه. د پوهنې وزارت رهبري په پام کې لري چې علمي شورا د اړتیاوو له مخې بیاځلې د پوهنې وزات په چوکاټ کې رامنځته کړي، چې له همدې امله د پوهنې وزارت د ۱۴۰۳ کال په تشکیلاتي جوړښت کې د علمي شورا ریاست د ریاست الوزراء د عاليی مقام له لوري منظور شو.

 د پوهنې وزارت د علمي شورا په بستونو کې د ګمارلو په موخه علماء کرامو، مسلکي او باتجربه متخصصو کارمندانو ته اړتیا لري تر څو د یوې شفافې او آزادي سیالۍ له لارې وګمارل شي.  له دې امله په هیواد کې د معارف د علمی شورا  علاقه مندو   ټولو کاندیدانو څخه په درنښت هېله کیږي چې د علمي شورا د بستونو د دندو د عمومي لایحې، شرایطو او معیارونو په پام کې نیولو سره خپل غوښتنلېکونه، تحصیلي سندونه او د تحصیلي دورې (ماسترۍ) تحصیلي نمرو یا ترانسکریپت یوه کاپي په آزموینه  کې د ګډون په موخه د پوهنې وزارت د علمي شورا د ګمارنې ټاکل شوې کمېټې ته وسپاري.

د علمي شورا  بستونه ټول تخصصيی او دریم بستونه دي چې  په لاندې ډول  ذکر کیږي:

د بست عنوان

د بست تعداد

د بست عنوان

د بست تعداد

د تقنیني سندنو د شرعي تخریج ارشد متخصص (دریم بست)

4

د ښوونې او روزنې د تاریخ او جغرافیې (اجتماعي علومو)  د زده کړو  ارشد متخصص (دریم بست)

1

د ښوونې او روزنې د اسلامي زده کړو ارشد متخصص (دریم بست)

1

د ښوونې او روزنې د اقتصاد ارشد متخصص (دریم بست)

1

د تقنین ارشد متخصص

 (دریم بست)

2

د عمومي زده کړو ارشد متخصص

 (دریم بست)

1

د ښوونې او روزنې د مدیریت ارشد متخصص (دریم بست)

1

د لویانو/ بزرګسالانو د زده کړو ارشد متخصص (دریم بست)

1

د ښوونیز نصاب د پراختیا ارشد متخصص (دریم بست)

1

د ښوونې او روزنې د تاریخ او فلسفې ارشد متخصص (دریم بست)

1

د پلان او پالیسۍ ارشد متخصص

(دریم بست)

1

د ښوونې او روزنې د روانشناسۍ ارشد متخصص (دریم بست)

1

د ساینس د زده کړو ارشد متخصص

 (دریم بست)

1

د ښوونې او روزنې د څېړنو/تحقیقاتو ارشد متخصص (دریم بست)

1

 

له ِغوښتنلیک سره د لاندې اسنادو تسلیمول لازمې دي:

  •  غوښتنلېک/ عریضه ( د وتس اپ شمیره حتما ولیکئ)
  •  د هویت تذکرې کاپي
  • د تحصیلې دورې سندونو کاپي (لسانس، ماسټری، دوکتورا)
  •  د تحصیلې دورې نمرات( ترانسکریپټ)
  •  خلص سوانح، حد اقل ۵  کلنه کاري تجربه او علماء کرامو لپاره حد اقل 3  کلنه تدریسی تجربه (د کارې تجربې سند د اړونده ه ادارې لخوا تایید شوی وي)
  • د خارجې ژبې (عربي یا انګریزي) ژبې سند (که څوک ې لري)
  • د کمپیوټر زده کړې ( (MS-Office سند (که څوک یې لري)، د اړونده تخصصې بست سره سم د سافټ ویرو په پروګرامونو ( (STATA, SPSS پوهېدل. (په استثنا د‌ علماء کرامو)

د علمي شورا د تخصصې بستونو د دندو د ګمارنې عمومي لایحه، شرایط، معیارونه او وړتیاوي په لاندې ډول دي:

د پوهنې وزارت د علمي شورا د غړو د استخدام لپاره د دندو د لایحې او مسلکي شرایطو مسوده

 

عمومي موخه: د پوهنې وزارت د تقنیني سندونو، پالیسیو او پلانونو طرحه، تدوین، تدقیق او بررسي، د علمي، مسلکي او حقوقي مشورو ورکول او د مثبتو ملي او نړیوالو ښوونیزو او روزنیزو تجربو انتقالول تر څو یې د  تړاو، مؤثریت، مثمریت، عدالت او انډولتیا، پایښت او د پلي کیدو د وړتیا څخه  د اسلام د سپېڅلي دین ، حنفي فقهې، د رهبرۍ د حکمونو او فرمانونو او د افغانستان د اسلامي امارت د کابینې د مصوبو پر بنسټ ډاډ ترلاسه شي.

دندې او مسؤولیتونه:

  1. د اسلام د سپيڅلي دين د هویت او ملي ارزښتونو د پیاوړتیا په موخه د پوهنې وزارت د ښوونیزو او روزنیزو اهدافو، پالیسیو او تګلارو ټاکل.
  2. د پوهنې وزارت د برنامو د ښوونیز نصاب د چوکاټ تصویبول.
  3. د تقنیني سندونو د طرحو تدوین او تدقیق او د پوهنې وزارت لخوا د ورسپارل شوو حقوقي موضوعاتو کتنه او څیړنه.
  4. د ټولنې  سالمو اړتیاوو ته د ځواب ویلو او رسیدو په موخه د پوهنې وزارت د تقنیني سندونو او پالیسیو په پرله پسې توګه بیاکتنه او ارزونه.
  5. د ښوونې او روزنې اړونده  څېړنو، ارزونو، علمي مقالو، لیکنو او ژباړو په  هکله د نظر څرګندول.
  6. د هېواد د نافذه قوانینو سره سم د پوهنې وزارت د پالیسیو د اصلاح او پراختیا په موخه د پوهنې له ادارو او برنامو سره دلازمې همغږۍ او همکارۍ رامنځته کول.
  7. د پوهنې وزارت اړونده  ادارو او برنامو ته د علمي، مسلکي او حقوقي مشورو ورکول.
  8. د ښوونې او روزنې په هکله د ملي او نړیوالو معتبرو علمي څیړنو د وروستیو موندنو دوامداره مطالعه او د هغې پر بنسټ د ښوونې او روزنې د سمون، ودې او پرمختګ لپاره د نظریاتو او وړاندیزونو شریکول.
  9. د پوهنې وزارت د تقنیني سندونو، تعلیمی نصاب، پالیسیو، پلانونو، تشکیل او بودیجې د طرحې او پراختیا په موخه په غونډو کې د اړتیا سره سم ګډون کول.
  10. د پوهني د کیفیت د ښه والي لپاره مناسب او لازم وړاندیزونه او نظرونه ترتیبول او ارائه کول.
  11. د ټولو هغو دندو ترسره کول چې د پوهنې وزارت د رهبرۍ لخوا سپارل کیږي.

 

 

 

 

د علمي شورا د تخصصې بستونو (ارشد متخصصینو) د ګمارنې لپاره مسلکي شرایط او دارزونې طریقه

شمېره

شرایط او وړتیاوې

د ارزونې طریقه

1

د ماسټرۍ سند یا د عالمیه دورې سند درلودل، لوړې تحصیلي درجې ته ترجیح ورکول کیږي؛

د لوړو زده کړو وزارت لخوا د تحصیلي سند تأییدول؛

2

د اړونده بست او تخصصي ساحې سره د تحصیلي رشتې تړاو؛

د پوهنې وزارت د ټاکل شوې کمیټې لخوا تأییدول؛

3

د ۵ کلنې مرتبطې کاري تجربې درلودل؛

د اړونده ادارې لخوا د کاري تجربې تأیید؛

4

د هېواد په رسمي ژبوښتو او دري) تسلط لرل؛

د افهام او تفهیم مهارت درلودل او په یادو ژبو کې د لیکنې په اصولو او قواعدو تسلط لرل؛

5

عربي او یا انګریزي ژبو سره بلدتیا (د علمي سندونو او متنونو د پوهیدو وړتیا لرل)؛

د نړیوالو ژبو څخه د هېواد رسمي ژبو ته د یو علمي متن ژباړه یا لنډیز؛

6

د افهام او تفهیم، تجزیې، شننې، د ستونزې د حل، نوښت او په ټیم کې د کارکولو د مهارتونو لرل؛

د ښوونې او روزنې د یو علمي متن په تړاو په لیکلي بڼه د نظر څرګندولمثبتو ټکو، منفي ټکو، د سمون له پاره وړاندیز، بشپړوالی او پایلې) ؛

7

د انټرنیټ، بریښنالیک او آفیس پروګرام د کارولو په ځانګړې توګه Word، Excel او PowerPoint وړتیاوو لرل (په استثنا د‌ علماء کرامو)؛

په نظري او عملي ډول د یادو شوو مهارتونو ارزونه؛

8

د ریاضي او احصائیې د اساساتو څخه د ګټې اخېستلو د مهارت لرل (په استثنا د‌ علماء کرامو)؛

د سافټویرونو په کارولو سره د ارقامو/خامو معلوماتو تجزیه او شننه

9

لږترلږه د (%75)  ماسټرۍ دورې د کادري نمرو لرل، ممتاز او یا هم جیدجداً؛

د پوهنې وزارت د ټاکل شوې کمیټې لخوا د تأیید شوي تحصیلی سند بررسی کول؛ 

 

د علمي شورا د ګمارنې کمېټي د دفتر ادرس: د پوهنې وزارت مرکزې تعمیر، څلورم منزل، الف دهلیز  د علمې شورا د ګمارنې کمېټې دفتر، ده افغانان، کابل- افغانستان

د غوښتلېکونو او اسنادو تسلیمولو وخت او نېټه: د ۱۴۴۶ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې د23 نېټې  نه د ربیع الثانی 3 نېټې  د ماز یګر تر ۴ بجو پوري. 

 

 

Documents

اعلان استخدام بست‌های تخصصی شورای علمی وزارت معارف

Related VacanciesShow all

Back to vacancies