د پوهنې وزارت د غونډو په تالار کې ښوونکو لپاره اصلاحي او روزنیزو برنامه جوړه شوه
د پوهنې وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ مرکزي هیئت او د دعوت او ارشاد ریاست له لوري، د ياد رياست د رٸيس محترم الحاج مولوي جمعه خان سروري او مسوولينو په حضور کې د کابل ښار يو شمېر ښوونکو ته یو ورځنۍ علمي، اصلاحي او روزنیزه برنامه جوړه شوه.
په پیل کې د پوهنې وزارت د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ مرکزي هیئت رئیس او مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغتالله وصیل، د جماعت د لمانځه د ارزښت، فضیلت او د مسلمانانو په فردي او ټولنیز ژوند کې د هغو د مهم رول په اړه د هر اړخیزې وینا ترڅنګ، د جماعت د لمانځه پر دیني او ټولنیزو ګټو رڼا واچوله او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې د یاد مهم شرعي اصل د عملي کېدو، ترویج، پیاوړتیا او د لمانځه د ادا کولو لپاره د مناسب چاپېریال په رامنځته کولو کې خپل مسوولیت ادا کړي.
همدارنګه، د پوهنې وزارت د مقام دفتر لوی رئیس محترم شیخ محمد طاووس طارق، په اسلامي نظام کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د مقام او اهمیت په اړه خپل علمي مطالب له ګډونوالو سره شریک کړل.
د غونډې په دوام، یو شمېر ګډونوالو په سالمه ښوونه او روزنه کې د ښوونکي د مسوولیت او رول، د نبوي سیرت او صورت د ارزښت او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه خبرې وکړې او اړوند موضوعات یې له علمي او دیني اړخ څخه تشرېح کړل.
دغه راز هغوی څرګنده کړه، چې د ښوونکو د علمي او مسلکي وړتیاوو پیاوړتیا، د ښو اخلاقو دودول او په ورځنیو دندو کې د اخلاص، امانتدارۍ او مسوولیتپالنې رعایتول د ښوونې او روزنې د کیفیت په لوړولو کې بنسټیز اهمیت لري.
ياده پرتمينه غونډه د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رياست د مدرس محترم مفتي محمد ذاکر محمد لخوا په مبارکې دعائیې سره پای ته ورسېده.
