د پوهنې وزارت د نتایجو او شهادتنامو ریاست پلاوي غزني ولایت ته سفر وکړ

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵
1

د پوهنې وزارت د نتایجو او شهادتنامو ریاست د رئیس محترم مولوي عبدالقدیم محمد آخندزاده په مشرۍ یوه پلاوي غزني ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له رئیس محترم الحاج مولوي میرنصیر احمد حسيني سره په یوه غونډه کې وکتل.
ورپسې نوموړي د غزني پوهنې ریاست د نتایجو او شهادتنامو مدیریت له کارپوهانو سره وکتل او د چارو لاښه‌والي په موخه یې اړینې لارښوونې ورته وکړې.
دغه پلاوي د ارزونې په ترڅ کې د یو شمېر ښوونځیو تعلیمي پایلې هم وڅېړلې او د اسنادو او پایلو د ثبت، تنظیم او پروسس بهیر یې له نږدې وارزاوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۳:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پوهنې وزارت د نوې اداري ودانۍ بنسټ ډبره نن د پوهنې وزارت مسوولينو، ځينو مرکزي رٸيسانو، علماء کرامو او یو شمېر نورو مېلمنو په حضور کې کېښودل شوه.
په پیل کې د پوهنې وزارت د ودانیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۴۴
Background image

په بغلان کې د ۱۵۰ تنو ښوونکو او سرښوونکو لپاره روزنیزه برنامه پیل شوه

د بغلان ولایت په مرکز سربېره ډنډغوري او بغلان مرکزي ولسوالیو کې د ښوونځیو د ۱۵۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او نویو ګومارل شویو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه ښوونیزه او روزنیزه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۲۶
Background image

په بامیان ولايت کې ۱۸ تنو رضاکارو ښوونکو ته روزنیز ورکشاپ جوړ شو

د بامیان ولایت په کهمرد ولسوالۍ کې د ۱۸ تنو رضاکارو ښوونکو لپاره یوولس ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل شو.
د بامیان ولایت د پوهنې مسوولینو له ګډونوالو وغوښتل، چې له دې روزنیز فرصت څخه په اعظمي. . .

BACK TO NEWS