د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین د لغمان ولايت له یو شمېر ښوونیزو مرکزونو څخه لیدنه وکړه
د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین شیخ عبدالمالک حقاني او ورسره مل پلاوي، ختيځ زون ولايتونو ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د لغمان ولایت د پوهنې ریاست، د قرغیو ولسوالۍ پوهنې آمریت او د یادې ولسوالۍ له یو شمېر ښوونیزو مرکزونو څخه لیدنه وکړه.
نوموړي د قرغیو لومړني ښوونځي او د چهارباغ د هلکانو لېسې اداري او تدریسي چارې له نږدې وکتلې او د ښوونیز بهیر د وضعیت ارزونې ترڅنګ یې د ښوونکو د مسلکي ودې په موخه له هغوی سره د ارزونې ځینې پوښتنپاڼې شریکې کړې.
همدارنګه، د ښوونې او روزنې معین له لوري د لغمان پوهنې ریاست او د قرغیو ولسوالۍ د پوهنې آمریت په مرکزي هستو کې د ښوونکو د مسلکي پراختیا له علمي غړو سره جلا ناستې ترسره شوې. په دغو ناستو کې د مسلکي پياوړتيا په موخه د ترسره شویو روزنیزو سیمینارونو او ورکشاپونو او په کاري ساحه کې د هغو د پلي کېدو د څرنګوالي په اړه خبرې وشوې.
د یاد سفر په ترڅ کې د ښوونې او روزنې معین د چهارباغ د هلکانو لېسې د لسم او یوولسم ټولګیو د زدهکوونکو د زدهکړې کچه هم وارزوله.
