د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین د ننګرهار ولایت پوهنیز وضعیت له نیږدې وارزاوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۵:۵۰
19

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاءالله سعید او ورسره مل پلاوی په رسمي سفر ننګرهار ولایت ته ولاړ.

په پیل کې یاد پلاوي د ننګرهار ولایت له پوهنې ریاست مشرتابه سره وکتل.

په یاده کتنه کې د پوهنې وزارت معین وویل، چې د سفر اساسي موخه یې د ننګرهار ولایت د مدارسو او ښوونځیو د اداري او تدریسي کړنو څېړل وو او د ښوونیز وضعیت د لاښه والي په تړاو یې د پوهنې اړوندو مسئولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

په ورته مهال د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین په داسې حال کې چې د ننګرهار پوهنې رئیس مفتي حبیب حضرت حقاني او یو شمېر علماء کرامو یې هم ملتیا کوله، د جلال آباد ښار سربېره، د یاد ولایت د دره نور، کوز کنړ، کامه، چپرهار او هسکه مېنه ولسوالیو اړوند دیني مدارسو له ښوونیزو او روزنیزو پروګرامونو څخه له نیږدې څارنه وکړه.

په پای کې نوموړي کې د پوهنې وزارت د مسئولینو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د حل په برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۵۲
Background image

د کابل ښار په ۱۰ ښوونیزو مرکزونو کې د ساینس ټولګیو ازمایښتي پړاو پلی کېږي

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز، د ساینسي زده‌کړو د پیاوړتیا د نوې ټکنالوژۍ د اغېزمنې کارونې او د ساینس مضمون د عملي او اغېزمن تدریس لا جذابیت په موخه، د کابل ښار په ۱۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۵۰
Background image

په هرات کې له یوې لېسې سره د څه کم ۵۰۰ زره افغانیو مرسته شوې

د هرات ولایت مرکز اړوند شیرین عظیم لېسې د تعلیمي وضعیت لاښه والي په موخه، د پوهنې‌دوستو کسانو او د یاد ښوونځي د ښوونیزې شورا غړو له لوري ۴۷۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
پورته ذکر شوې مرسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت د اسنادو او اړیکو رئیس غزني ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د اسنادو او اړیکو رئیس محترم مولوي محمدرحیم ایوب له خپل مل پلاوي سره غزني ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له مسوولینو سره د نویو ښوونکو د ګمارنې لارښود د پلي کېدو د. . .

BACK TO NEWS