د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس هرات ته سفر وکړ
د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو د لوی رئیس محترم مولوي جنتګل عزیز په مشرۍ پلاوي هرات ولایت ته سفر وکړ او هلته یې له پوهنې رئیس محترم مولوي محمد رحماني او د پوهنې ریاست د برنامو له آمرینو سره په یوه غونډه کې وکتل.
په یاده لیدنه کې، د هرات ولایت پوهنې رئیس پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د هغوی د کاري پروګرامونو د پرمخ وړلو لپاره د هر اړخیزې همکارۍ او اړینو اسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړ.
د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس وویل، چې هرات ولایت ته یې د سفر موخه د خالي بستونو ارزونه او د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ښوونکو د ګومارنې بهیر د څرنګوالي ارزونه ده.
