د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین په کاري سفر فاریاب ولایت ته ورسېد

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۰:۲۶
13

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق په رسمي سفر فاریاب ولایت ته ولاړ.

نوموړي په داسې حال کې چې د فاریاب ولایت د پوهنې مشرتابه له لوري یې ملتیا کېدله، د یاد ولایت د مقام له مرستیال، د علماوو شورا رئیس او د دغه ولایت قومي مخورو سره وکتل.

د پوهنې وزارت معین د یاد ولايت په شيرين تګاب او کوهستان ولسواليو کې د دوه بابه مدارسو د تاسیس لپاره د مناسب ځاى د ټاکلو په باب چې د پوهنې وزارت له خوا منظور شوې دي؛ خبرې او د نظرونو تبادله وکړه او په دې برخه کې یې د فاریاب ولایت له رهبرۍ د همکارۍ غوښتنه وکړه.

له بلې خوا د ولايت د مقام مرستيال او د علماوو شورا رئيس د پوهنې وزارت د دغه نېک اقدام ستاينه وکړه، دا یې د اسلامي زده کړو د پراختیا په برخه کې يو مهم قدم وباله او د پوهنې وزارت له مشرتابه يې مننه وکړه.

په ورته مهال په یاده کتنه کې د فاریاب ولايت د مقام مرستيال د پوهنې وزارت مشرتابه ته د دغه وزارت د پلانونو او پروګرامونو د پلي کېدو په برخه کې د خپل ملاتړ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۵۲
Background image

د کابل ښار په ۱۰ ښوونیزو مرکزونو کې د ساینس ټولګیو ازمایښتي پړاو پلی کېږي

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز، د ساینسي زده‌کړو د پیاوړتیا د نوې ټکنالوژۍ د اغېزمنې کارونې او د ساینس مضمون د عملي او اغېزمن تدریس لا جذابیت په موخه، د کابل ښار په ۱۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۵۰
Background image

په هرات کې له یوې لېسې سره د څه کم ۵۰۰ زره افغانیو مرسته شوې

د هرات ولایت مرکز اړوند شیرین عظیم لېسې د تعلیمي وضعیت لاښه والي په موخه، د پوهنې‌دوستو کسانو او د یاد ښوونځي د ښوونیزې شورا غړو له لوري ۴۷۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
پورته ذکر شوې مرسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت د اسنادو او اړیکو رئیس غزني ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د اسنادو او اړیکو رئیس محترم مولوي محمدرحیم ایوب له خپل مل پلاوي سره غزني ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له مسوولینو سره د نویو ښوونکو د ګمارنې لارښود د پلي کېدو د. . .

BACK TO NEWS