د پوهنې وزارت سرپرستې د زابل له والي سره ولیدل

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۶ - ۱۴:۴۹
د پوهنې وزارت سرپرستې د زابل له والي سره ولیدل

د پوهنې وزارت، کابل: د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګینې حمیدي د ښاغلې احمد ګل رسولي د زابل ولایت والي، ښاغلې عبدالقادر قلات وال او میرمن زهرا توخی د ولسي جرګې استازي، ښاغلې عطا جان حق بیان د ولایتي شورا رییس، ښاغلې کوچۍ د زابل ولایت د دفتر رییس، او ښاغلې سیال، د زابل ولایت له ویاند سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

په دې غونډه کې، د زابل والي په یاد ولایت کې د پوهنې پرمختګ او ستونزو په ځانګړي ډول د درسي کتابونو نشتون، د ښوونځیو جوړول، د مسلکي ښوونکو کمبود او یو شمیر نورو مسایلو په اړه خبرې وکړې.

د پوهنې وزارت سرپرستې د زابل له والي څخه په یاد ولایت کې د پوهنې په برخه کې د سمون او پرمختګ په برخه کې د دوی د هڅو له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه چې له بده مرغه په زابل ولایت کې لا هم د پوهنې په برخه کې ستونزې او خنډونه شتون لري ، خو د پوهنې وزارت په محرومو سیمو، په ځانګړي ډول په زابل ولایت کې د پوهنې د ستونزو او ننګونو حل ته ځانګړې پاملرنه کوي.

آغلې رنګینې حمیدي زیاته کړه چې د پوهنې وزارت هڅه کوي د ټولو لپاره په ځانګړي توګه د نجونو لپاره د غوره ښوونې او روزنې زمینه برابره کړي.

په پای کې ښاغلي احمد ګل رسولي د زابل ولایت والي د پوهنې وزارت له رهبرۍ مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې په هره برخه کې په تیره د ښوونې او روزنې په برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۱۱
Background image

په لوګر ولایت کې د یوې دیني مدرسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ «انوارالعلوم» دیني مدرسې لپاره د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره د سیمې علم‌پروره خلکو په ملاتړ د دوه میلیونه افغانیو لګښت سره کېښودل شوه.
د لوګر پوهنې مسوولینو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې له عالي کمال‌خېل لېسې سره د سیمې اوسېدونکو له لوري ۹ عدده سپینې تختې مرسته شوې.
د مسوولینو په وینا، د دغو تختو مالي ارزښت شاوخوا ۱۳۵۰۰ افغانۍ اټکل شوی دی.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۴
Background image

داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه کوي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د یاد وزارت د خدماتو ریاست د مرکزي ودانۍ اړوند مرکز ګرمۍ لپاره د ۱۱ قلمه توکو پېرلو په پروژه کې ګډون. . .

BACK TO NEWS