د پوهنې وزارت سرپرست اروزګان ولایت ته په رسمي سفر ولاړ

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۹:۴۱
dddddddgh

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا ارزګان ولایت ته له رسېدو سره سم، د یاد ولایت له والي مولوي عنایت الله«شجاع» او یو شمېر نورو مسئولینو سره په کتنه کې، د پوهنیز وضعیت لاښه والي، د نویو مدارسو او ښوونځیو جوړولو او یو لړ نورو مهمو ښوونیزو موضوعاتو په تړاو تفصیلي خبرې وکړې.
په ورته مهال د ارزګان والي د پوهنې وزارت سرپرست ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د پوهنیزو پروګرامونه، راتلونکو پلانونو، ستونزو او اړتیاوو په تړاو نظرونه تبادله کړل او د پوهنیز وضعیت لاښه والي په برخه کې یې د یاد وزارت کړنې وستایلې.
ورپسې د پوهنې وزارت سرپرست د یاد ولایت پوهنې ریاست ته ولاړ او هلته د پوهنې د سیمه ییزه چارواکو له تود هرکلي سره مخامخ شو.
نوموړي د یاد ریاست له مسئولینو او کارکوونکو سره په لیدنه کې د هغوی د ښوونیزو لاسته راوړنو او ورځنیو کړنو په تړاو معلومات ترلاسه کړل او اداري چارې یې له نیږدې څخه و ارزولې.
همدارنګه د پوهنې وزارت سرپرست د ارزوګان مرکز اړوند سیدال خان عالي لېسې څخه هم لیدنه وکړه او د یادې لېسې مسئولینو او ښوونکو ته یې په خطاب کې وویل: تاسو د هېواد د راتلونکي معماران یاست او هیله لرو ترڅو د خپل ځورېدلي ولس لپاره د خدمت یوه ښه نمونه وګرځئ.
په پلان کې ده، چې د پوهنې وزارت سرپرست به د خپل کاري سفر په ترڅ کې، د اروزګان له علماءکرامو، مدرسینو، ښوونکو، او قومي مشرانو سره هم له نږدې وګوري او د یاد ولایت ښوونیز وضعیت به په هراړخیز ډول وارزوي. 
په پای کې د اروزګان والي او پوهنې مسئولینو د پوهنې وزارت د پروګرامونو او پلانونو د تطبیق او د ښوونیز بهیر د ودې او لاپراختیا په برخه کې د ملاتړ ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۲۵
Background image

د کتاب له نندارتون څخه د استادانو، ښوونکو او د مدارسو او ښوونځیو د طلابو او زده‌کوونکو لیدنې په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

د کابل ښار د امارتي او خصوصي مدارسو او ښوونځيو ټولو درنو استادانو، ښوونکو، طلابو او زده‌کوونکو ته په درنښت خبر ورکول کېږي، چې د زمري میاشتې د ۲۴مې او ۲۸مې نېټو په مناسبت د کتاب فرهنګي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۲۱
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې مهمو خبرونو لنډیز

۱- د کابل ښار په رابيا عالي لېسه کې د زمري ۲۴مه، ( د اسلامي ا/مارت اتلو م/جاهدينو په لاس د افغانستان د فتحې ورځ) د کابل ښار پوهنې رٸيس، د څلورمې، یوولسمې، پنځلسمې او اوولسمې ښوونیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۱۹
Background image

د کابل ښار په رابيا عالي لېسه کې د فتحې ورځې په ویاړ شانداره مراسم ترسره شول

د کابل ښار په رابيا عالي لېسه کې د زمري ۲۴مه، ( د اسلامي ا/مارت اتلو م/جاهدينو په لاس د افغانستان د فتحې ورځ) د کابل ښار پوهنې رٸيس، د څلورمې، یوولسمې، پنځلسمې او اوولسمې ښوونیزو ناحیو. . .

BACK TO NEWS