د پوهنې وزارت له لوري د نوې تشکیلاتي طرحې د پلي کولو په تړاو د ولایتونو له پوهنې رئیسانو سره وېډیویي کنفرانس دایر شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲ - ۱۴:۲
اال

د پوهنې وزارت د سرچينو او ادارې د معین مولوي صبغت الله وصيل تر څارنې لاندې د ولایتي رئیسانو سره د نوې تشکیلاتي طرحې د پلي کولو په تړاو، آنلاین وېډیویي کنفرانس ترسره شو.

په یاد وېډیویي کنفرانس کې د پوهنې وزارت معینانو، د مرکزي ادارو رئیسانو او اړوندو مسئولینو هم حضور درلود.

په دغه مجازي غونډه کې د پوهنې وزارت د سرچينو او ادارې معينيت په نوښت د نوې تشکيلاتي طرحې د پلي کولو په رڼا کې د ښوونکو د مسلکيتوب په موخه، د کارپوهانو نظرونه راغونډ شول او د پوهنیز وضعیت لاښه والي لپاره د کارپوهانو په مشوره د دارالمعلمینونو په دندو کې بدلونونه راوستل شوي دي.

همدارنګه د وړاندیز شویو پروګرامونو او پلانونو په پلي کولو کې د ستونزو د مخنیوي لپاره له دقیقو علمي څېړنو وروسته، د پوهنې وزارت په دې وروستیو کې د ښوونکو مسلکي پراختیا ریاست د جوړولو نوی پلان پیل کړ او خپل وړاندیز یې ریاست الوزراء عالي مقام ته وسپاره؛ چې له نېکه مرغه یاد وړاندیز د عالي مقام له لوري منظور شو او د پوهنې وزارت له لوري د پلي کولو لپاره په لاره واچول شو.

د دغې نوې پرېکړې له مخې، دارالمعلمینونه د هېواد په ۷ جغرافیوي حوزو او ولسوالیو کې د اړوندو الحاقیو په برخه کې فعالېږي او د مسئولینو له لوري د ښوونکو وړتیاوو لوړولو په موخه، هغوی ته وخت ناوخت د مېتودولوژۍ او پیداګوژۍ برخوکې سیمینارونه ورکول کیږي، چې په پای کې د پوهنې ریاستونو د څارنې ټېمونو له لوري د ښوونکو له عملي تدریس څخه ارزونه ترسره کېږي.

د پوهنې وزارت د سرچينو او ادارې معین د ولایتونو پوهنې رئیسانو ته لارښوونه وکړه، چې یاده طرحه ژر تر ژره په خپلو اړوندو ریاستونو کې د چمتو شوي لایحې پر بنسټ پلې او راپور یې له پوهنې مشرتابه سره شریک کړي.

دغه راز د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین او کفيل الحاج مولوي سخاءالله سعيد او د یاد وزارت د مقام د دفتر لوی رئيس الحاج مولوي شهاب الدين ثاقب، په ولایتونو کې د پوهنې له رئیسانو وغوښتل تر څو له هر ډول اړیکو پرته، د وړتیاوو د اصولو په پام کې نیولو سره، په مطلوبو بستونو کې وړ او لایق کسان وګماري.

د یاد وېډیويي کنفرانس په پای کې د پوهنې وزارت د تشکيلاتي او بشري سرچینو کارپوهانو رامنځته شوې تشکيلاتي طرحه او کړنلاره د ولايتونو مسئولينو ته تشرېح کړه.

په پای کې د ولایتونو پوهنې رئیسانو د پوهنې وزارت مشرتابه ته ډاډ ورکړ، چې د مشرتابه له لارښوونې سره سم به د یاد وزارت د اصولو او موثرو کړنلارو په رڼا کې لازم اقدامات ترسره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴
Background image

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس بادغیس ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو د لوی رئیس محترم الحاج مولوي جنت‌ګل عزیز په مشرۍ پلاوي بادغیس ولایت ته رسمي سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له رئیس محترم الحاج مولوي محب‌الله احسان او د پوهنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۱
Background image

په بغلان کې ۶۷۵ تنو ښوونکو، آمرینو، سرښوونکو او د ښوونیزو شوراګانو غړو ته د وړتیا لوړونې برنامې جوړې شوې

د ۱۴۰۵ ښوونیز کال له پیله تر دې دمه، د بغلان ولایت په کچه د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د ښوونیز بهیر د کیفیت ښه والي په موخه بېلابېل روزنیز پروګرامونه او د مسلکي ودې ورکشاپونه جوړ شوي دي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۵
Background image

په کندز کې یوه ښوونځي ته د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت ځمکه وقف شوه

د کندز ولایت چهاردرې ولسوالۍ اړوند شهید مولوي نجم‌الدین لومړني ښوونځي ته د سیمې معارف دوسته خلکو له لوري د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت یوه ټوټه ځمکه وقف او ورکړل شوه.
د کندز پوهنې رئیس. . .

BACK TO NEWS