د پوهنې وزارت په سرچینو او ادارې معینیت کې مشورتي غونډه ترسره شوه.

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۶ - ۹:۴۳
dsfgh

  د پوهنې وزارت د سرچينو او ادارې معین مولوي صبغت الله وصیل په مشرۍ، د روان کال لپاره د درېیم اوږد مهاله پلان د پراختیا د طرحې مشورتي ناسته ترسره شوه.
په یاده ناسته کې چې په سرچینو او ادارې معینیت کې جوړه شوې وه، پکې د یاد وزارت د سرچینې او ادارې معین سربېره یو شمېر رئيسانو، مسئولينو او کارپوهانو ګډون کړى و. 
د غونډې په پیل کې د سرچینو او ادارې معین د پوهنې وزارت په ښوونیر نظام کې د ځینو ستونزو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د هېواد ښوونیز نظام له تېرو دوه لسیزو راهیسې له یوشمېر ننګونو او ستونزو سره مخامخ شوی و.
نوموړي د مدارسو او مکتبونو ترمنځ موجوده فاصله د ښوونیز نظام له سترو ننګونو څخه وبلله او ویې ویل، په ټول توان سره به هڅه وکړي، ترڅو د یادو دواړو علمي بنسټونو ترمنځ موجوده فاصله له منځه یوسي.
دغه راز د سرچينو او ادارې معین وویل، چې له اشغال وروسته د موجوده حکومت لپاره تر ټولو مهم او اساسي کار د تعلیمي بنسټونو په پښو درول دي او د یاد کار د لاپرمختګ لپاره یې د تعلیمي ادارو ترمنځ په جدي همغږۍ ټینګار وکړ او د ټولنې د سالمې ودې او د جرایمو د له منځه وړلو لپاره یې، د پوهنې له ټولو مسئولینو څخه وغوښتل، چې د زده کوونکو په اخلاقي ښوونه او روزنه کې جدي هلې ځلې وکړي.
 نوموړي د تعلیمي نظام د لاښه پرمختګ او د پوهنې د پروګرامونو د تطبیق په بهیر کې د مساجدو د امامانو په ملاتړ اوهمغږۍ ټینګار وکړ.
د غونډې په پاى کې د یوشمېر مسئولینو او عامو ګډون والو ترمنځ د یاد اوږد مهاله پلان د تطبيق په لاره کې د شته ننګونو د له منځه وړلو په اړه نظرونه تبادله شول.
  یاده غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS