د پوهنې وزارت کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار جوړ شو
![123](/sites/default/files/2023-06/whatsapp_image_2023-06-25_at_12.24.50_pm.jpeg)
د پوهنې وزارت ښوونې او روزنې معينيت له لوري د خپلو اړوندو څانګو د کارکوونکو د کاري ظرفیتونو او مسلکي مهارتونو د لوړولو په موخه د ظرفیت لوړونې سیمینار جوړ شو.
په دې پروګرام کې به ګډونوالو ته د اداري او اجرائیوي مسايلو په ګډون د هغوی د کارونو په اړه روزنه ورکړل شي.
د ياد وزارت د ښوونې او روزنې معينيت مسئولینو د دې سیمینار د جوړېدو موخه د اړوندو ادارو د اداري او اجرائیوي ریاستونو د کارکوونکو د ظرفیت لوړول وبلل او زياتوي چې د ورسپارل شویو دندو په وخت، شفاف او دقیق تطبیق کې یو له مهمو څانګو څخه د یاد شویو کارونو په طرز او طرزالعمل کې د کارکوونکو پوهه او مهارت دی، چې د همدې موخې لپاره دغه پروګرام په لاره اچول شوی دی.
باید وویل شي چې؛ د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معينيت د دا ډول پروګرامونو ترسره کول د اداري چارو په پرمختګ کې اغېزمن ګڼي او په پام کې لري چې د ولایتونو د پوهنې ریاستونو کې هم ورته سیمینارونه جوړ کړي.