د پوهنې وزارت یوه لوړ پوړي پلاوي د سمنګان ولایت له پوهنې ریاست څخه لیدنه وکړه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۳۰ - ۱۴:۲۰
789

د پوهنې وزارت د خدماتو د رئیس مولوي سید حفیظ الله په مشرۍ د ياد وزارت د سرچینو او اداري معينيت یو پلاوي د سمنګان ولایت پوهنې ریاست د مالي بودجې د لګښتونو د ارزونې او تر کار لاندې پروژو د کتنې په موخه، ياد ولایت ته رسمي سفر وکړ.

په پیل کې پلاوي د ياد ولایت له پوهنې رئیس الحاج مولوي نصرت الله فیضاني سره وکتل او د دغه ریاست د مالي بودیجې د لګولو د څرنګوالي د ارزونې پر اساس یې د خپل سفر په موخو خبرې وکړې.

ياد پلاوي د بودیجې د مصرف په برخه کې د پوهنې ریاست دندې و ارزولې او د کاري نیمګړتیاوو د له منځه وړلو په موخه یې لازمې مشورې او لارښوونې وکړې.

په پاى کې د ياد ولايت پوهنې رياست مسئولينو د بوديجې د پلي کولو په اړه پلاوي ته معلومات ورکړل او ژمنه يې وکړه، چې خپلې ورځنۍ چارې به د پوهنې وزارت مشرتابه له لارښوونو او پرېکړو سره سم پلې کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۱ - ۱۵:۲۳
Background image

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین بدخشان ولایت ته رسمي سفر وکړ

د افغانستان.ا.ا.عالي مقام د مشرتابه د لارښوونې په بنسټ، د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده په مشرۍ پلاوي د هېواد د دیني مدhرسو لپاره د لیلیو جوړولو په. . .

شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۱ - ۱۰:۲۶
Background image

د پوهنې وزارت د ساینس او ​​ټکنالوژۍ ښوونيز مرکز اړوند دآنلاين زده کړو ډیجیټل اسټډیوګانې په رسمي ډول پرانیستل شوې

د پوهنې وزارت د ساینس او ​​ټکنالوژۍ ښوونيز مرکز د آنلاين زده کړو ډیجیټل اسټډیو ګانې په رسمي ډول، د پوهنې وزارت د سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا له لوري، په داسې حال کې پرانیستل شوې،. . .

شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۱ - ۱۰:۱۴
Background image

له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې خبرونو لنډيز

ننګرهار

د ننګرهار ولایت خوګیاڼیو ولسوالۍ کې د کمبو عالي لېسې بیارغونې چارې پیل شوې.

یاده پروژه چې پکې د ښوونځي د خونو، دروازو، دېوالونو او ځينو ويجاړ شويو برخو ترميمول شامل دي، مالي. . .

BACK TO NEWS