د پکتیا له پوهنې ریاست څخه خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۹ - ۹:۷
له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

د پکتيا ولايت د پوهنې رئيس مولوي عبدالوکيل خالد په دغه ولايت کې د يوې خصوصي لېسې اداري او تدريسي چارې وڅېړلې، د يادې لېسې د فعاليتونو او نوښتونو په باب يې خوشي څرګنده کړه او د يادې لېسې مدير او استادان يې وهڅول، ترڅو د یادې لیسې د ښوونیز کیفیت د ښه والي په باب لا زیاتې هڅې وکړي.

د پکتیا پوهنې ریاست د تعلیمي څارنې غړو د احمد آباد ولسوالۍ د سلام خېلو لېسې له تدریسي او اداري چارو څخه د څارنې ترڅنګ د نورو ښوونیزو چارو د څېړلو او همدارنګه د زده کوونکو د احصایوي معلوماتو د ترلاسه کولو او نورو مهمو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه څارنه وکړه.

د میرزکي ولسوالۍ د تعلیمي څارنې غړو د خپل ترتیب شوي کاري پلان سره سم د ګرامي او ځګو لومړنيو ښوونځیو له اداري او تدریسي چارو څخه څارنه وکړه او د یادو ښوونځیو ښوونکو ته یې د معیاري درسي میتودونو په برخه کې روزنیزه هم ورکړه.

د ګردیز ښار د پوهنې آمر مولوي فضل الرحمن فاروق او ورسره مل پلاوي د پيرباغ د نجونو مدرسې له فعاليتونو څخه څارنه وکړه.

د پکتیا پوهنې ریاست د تعلیمي څارنې کارکوونکو په دغه ولایت کې د یوه خصوصي عالي لېسې اداري او تدریسي چارې وڅېړلې، مسوولینو ته یې د اداري او تدریسي چارو د ښه والي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې او ترڅنګ یې له مسوولینو څخه وغوښتل، چې خپل ټول ښوونیز فعالیتونه د پوهنې وزارت د اصولو او طرزالعملونو سره سم پرمخ یوسي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS