د پکتیا ولایت د خواجه علي دیني مدرسې چارې بشپړې او ګټې اخستنې ته وسپارل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۱ - ۱۴:۵۰
د پکتیا ولایت د خواجه علي دیني مدرسې چارې بشپړې او ګټې اخستنې ته وسپارل شوه

د پوهنې وزارت_پکتیا: د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز اړوند د خواجه علي دیني مدرسې د ودانۍ چارې بشپړې او ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.
پکتيا والي شميم خان کټوازي د دغې جوړې شوې مدرسې د پرانيستې په مراسمو کې د سيمې خلکو ته مبارکي وړاندې کولو تر څنګ وویل، چې د يادې مدرسې په جوړيدو سره به د مرکز ګردېز ګڼ شمېر د دیني زده کړو مينه والو او طالباالعلمانو اساسي ستونزې حل شي.
همدارنګه د پوهنې رئیس استاد کوچی ځاځی وویل:لکه څرنګه مو چې شعار د متوازن پرمختګ رامنځته کول دي، دا دی نن یوې دیني مدرسې ته په غوره ډول ودانۍ جوړه شوه. له ټولو هغو سرچینو منندوی یم چې په دې برخه کې هر ډول همکاري کړې
د يادولو وړ ده، چې دغه ديني مدرسي ودانۍ په پاخه اواساسي ډول په يو پوړ کې د يولس نيم ميليون افغانيو په لګښت د ښارجوړونې وزارت له لوري د يو نيم کال په موده کې جوړه شوي ، چې ۶ درسي ټولګي ، ۲ اداري خونې، يو کمپيوټر لېب، احاطوي ديوال او نور اړين ملحقات لري ، چې له امله به د مرکز ګردېز اړوند ګڼ شمېر د ديني زده کړو مينوال او زده کوونکي ګټه واخلي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS