د پکتیا ولایت د پوهنې ریاست اړوند کارکوونکو د بایومیټریک پروسه رسماً پیل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۲۱ - ۱۳:۲۷
 د پکتیا ولایت د پوهنې ریاست اړوند کارکوونکو د بایومیټریک پروسه رسماً پیل شوه

د پوهنې وزارت_پکتیا: د پکتیا ولایت د پوهنې ریاست اړوند ټولو کارکوونکو د بایومیټریک ډول د ثبت لړۍ پیل شوه.
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوي وه ، د پوهنې رئیس استاد کوچي ځاځي ګډونوالو ته په خبرو کې وویل چې ددې سیستم په پلي کولو سره به مونږ الکترونیک ډول د چارو تنظیم ته لاسرسی پیدا کړو.
ددې تر څنګ د یاد پروګرام یو تن مسؤل شخص محمد هارون مجاهد ددې پروګرام د ښېګڼو اړوند وویل:ددې پروسي د عملي کیدو سره به ددې ولایت د ښوونیزو چارو په تنظیم کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي.
نوموړي د بیلګې په ډول وویل چې د کارکوونکو بشپړ او دقیق مالوماتو ته لاسرسی، د معاشاتو د سیستم الکترونیک کیدل، الکترونیک حاضري، د تشکیل د باندې کار کوونکو په ګوته کول او نورې بیلابیلې ګټې دي چې ددې پروسې په تطبیق سره به رامنځته شي. 
د پوهنې رئیس استاد کوچي ځاځي په وروستیو کې د یاد پروګرام له تطبیق کوونکو مننه وکړه او له خپله اړخه یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۵۶
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

 لوګر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د لوګر ولايت مرکز اړوند «پادخواب‌شانه» کلي د شهیدانو لېسې کتابتون ته ۱۷۸ ټوکه کتابونه، ۵ مېزونه او ۲۰ څوکۍ ورکړل شوې. 
همدارنګه د سیمې د خلکو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۴۶
Background image

په فاریاب ولایت کې د یو باب ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ اړوند په الهندي خانه سیمه کې د یو باب لومړني ښوونځي نوې ودانۍ د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په ګډون، د دیني علماءکرامو، قومي مخورو او د سیمې د خلکو په حضور کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۴۳
Background image

د پکتیکا ولایت په ښوونځیو کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د جذب ازموینه واخیستل شوه

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست له ۷۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د ياد ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد وایي چې د دغې ازموینې لپاره ۱۳۰ تنو ماشومانو نوم. . .

BACK TO NEWS