د پکتیا ولایت ښوونځیو سره د درسي توکو مرسته وشوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۳:۱۸
12

د یوې همکارې ادارې لخوا، د پکتیا ولایت پوهنې ریاست سره، د تدریسي او ښوونیزو موادو د ۲۸۰۳ کڅوړو مرسته وشوه.

دا کڅوړې چې ۱۰ ډوله تدریسي مواد پکې شامل دي، ټاکل شوې ده، چې د نوي ښوونیز کال له پیل سره سم، د پکتیا ولایت پوهنې ریاست لخوا د یاد ولایت د ښوونځیو ۵۶۶۰۶۰ تنو زده کونکو ته ووېشل شي.

د پکتیا پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي د پورته ذکر شویو موادو مرسته د تدریسي کیفیت او د زده کونکو د تعلیمي وړتیاوو په لوړولو کې خورا اغېزمنه او مهمه وګڼله او په راتلونکي کې یې د دې ډول مرستو د دوام غوښتنه وکړه.

د پوهنې وزارت مشرتابه د ټولو هغو ادارو له مادي او معنوي ملاتړ څخه مننه کوي، کوم چې د پوهنې سره همکاري کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۵:۲۶
Background image

د لوګر ولایت د ښوونځیو د تعلیمي شوراګانو ۸۰۰ تنو غړو ته ښوونیز سیمینارونه پیل شول

 په لوګر ولایت کې د ۱۱۶ بابه ښوونځیو د تعلیمي شورا ۸۰۰ تنو غړو ته دوه ورځني روزنیز سیمینارونه پیل شول.
د یادو سیمینارونو بنسټیزه موخه، چې د پوهنې د یوه همکار بنسټ په همکارۍ جوړ او پیل. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۳:۱۸
Background image

د پکتیا ولایت ښوونځیو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د یوې همکارې ادارې لخوا، د پکتیا ولایت پوهنې ریاست سره، د تدریسي او ښوونیزو موادو د ۲۸۰۳ کڅوړو مرسته وشوه.

دا کڅوړې چې ۱۰ ډوله تدریسي مواد پکې شامل دي، ټاکل شوې ده، چې د نوي ښوونیز کال. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

د پوهنې وزارت د ساینس مرکز رئیس غزني ولایت ته رسمي سفر وکړ

د پوهنې وزارت د ساینس مرکز د رئیس ډاکټر محمد عمر «دوران زي» په مشرۍ یو پلاوي غزني ولایت ته د رسمي سفر په ترڅ کې، له پوهنې رئیس الحاج مولوي میر نصیر احمد «حسیني» او مسئولینو سره وکتل.
په. . .

BACK TO NEWS