د پکتیکا ولایت له دیني مدارسو سره ۴۰.۲ مېلیونه افغانۍ مرسته شوې

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۲:۲۶
5145

د روان ۱۴۰۴ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د خیریه بنسټونو، ملي سوداګرو او د پکتیکا ولایت اوسېدونکو لخوا د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د دیني مدارسو پیاوړتیا لپاره په ټولیزه توګه ۴۰.۲ مېلیونه افغانۍ نغدي مرسته شوې ده.

د پوهنې مسئولینو په وینا، پورته ذکر شوې پیسې د نویو درسي خونو ترمیم، بیارغونې، جوړولو، د قرطاسیې او اداري وسایلو پېرودلو او نورو چارو کې مصرف شوې دي.

د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد له مرستې ستاینه وکړه، دیني مدرسې یې د ټولنې د اخلاقي او دیني زده‌کړو بنسټ وباله او څرګنده یې کړه؛ موږ تاسو ته ډاډ درکوو چې دغه مرسته په سالمه او شفافه توګه کارول شوې ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۴
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

په لوګر ولایت کې د یوه ښوونځي د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز جباري کلي کې د «احرار لومړني ښوونځي» لپاره د څلورو درسي خونو او یوه دهلیز جوړولو کارونه د شاوخوا ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شول.
د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

په کابل ښار کې د ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو

د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ښوونځیو د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي او تخنیکي ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د. . .

BACK TO NEWS