د ښوونکي نړۍ والې ورځې په مناسبت د پوهنې وزارت د سرپرست پیغام

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۳ - ۹:۳
1232

وياړم چې له خپل لوري او د افغانستان اسلامي امارت د پوهنې وزارت د مشرتابه په استازيتوب، د ښوونکي نړۍ والې ورځې په مناسبت د هېواد ټولو قدرمنو استادانو، ښوونکو، زده کوونکو او د پوهنې لارویانو ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوم او د هېواد د بچیانو د ښوونې او روزنې په سپېڅلې لاره کې د استادانو، ښوونکو او مدرسینو د پرله پسې هڅو، سرښندنو او ارزښتناکو خدمتونو مننه او قدرداني کوم.
بې له شکه چې د بشري ټولنې علوم او تجربې له یو نسل څخه بل نسل ته او له یوه هېواد څخه بل هېواد ته د پرمختیا په بهیر کې لېږدول شوې او نړۍ د هرې ورځې په تېرېدو سره د علومو په بېلابېلو برخو کې د حیرانوونکو نوښتونو شاهده ده، چې د خلکو په منځ کې د علم او پوهې چټکه وده یوازې د ښوونکو او استادانو له لارې ممکنه ده.
نو په حقیقت کې د انساني تمدن اصلي بنسټ اېښودونکي او د ترقي د کاروان مخکښان همدا ښوونکي وو او په همدې لاره کې زموږ ستر پیغمبر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) فرمایلي دي: «إنَّما بُعِثْتُ مُعَلِّمًا» (رواه ابن ماجه) یعنې له شک پرته زه ښوونکی رالېږل شوی یم.
د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد(صلی الله علیه وسلم) د خپل ګټور ژوند په ټولو پړاوونو کې وتوانېد، تر څو په ټولنه کې له بدیو او منکراتو څخه انسانان منع او هغوی صراط المستقيم ته رهبري کړي.
همدارنګه زمونږ قدرمن ښوونکي او استادان له ستونزو سره سره توانېدلي، ترڅو د هېواد د راتلونکو نسلونو د هوساینې لپاره خپله سپېڅلې دنده په اخلاص او صداقت ترسره کړي.
له نېکه مرغه د افغانستان اسلامي امارت د مجاهدینو له لوري د کابل له فتحې وروسته، په هېواد کې د څلوېښت کلنې جګړې ټغر ټول، د افغانانو تر منځ د سولې، ورورګلوي او امن فضا‌ء حاکمه او د هېواد بچیانو ته د پخوا په پرتله د ښوونې او روزنې لپاره زمینه مساعده شوې ده.
د پوهنې وزارت ژمن دی، تر څو د خپلو ښوونیزو پلانونو او پروګرامونو په رڼا کې د افغانستان په ټولو سیمو کې خپلو هېوادوالو ته د دیني او عصري علومو په برخه کې د ښو او متوازنو زده کړو آسانتیاوې برابرې کړي.
همدارنګه د پوهنې وزارت په پام کې لري، تر څو د ښوونکو له حقونو څخه د امکان تر حده دفاع وکړي او د شته امکاناتو په چوکاټ کې د دوی د ژوندانه د لاښه والي لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
په پای کې یو ځل بیا د ښوونکي د نړيوالي ورځې په مناسبت د افغانستان ټول غیور ملت او په ځانګړې توګه د هېواد قدرمنو ښوونکو ته د زړه له کومې مبارکي وایم او د الله تعالی له دربار څخه ورته د هېواد د بچیانو د ښوونې او روزنې په لاره کې د لا زیاتو بریاوو هیله کوم.

والسلام

الحاج مولوي حبيب الله آغا
د پوهنې وزارت سرپرست
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۳۷
Background image

هلمند ولایت کې د ۱۲ میلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت یو باب ښوونځی تاسیس شو

د پوهنې وزارت له لوري د هلمند ولایت په دیشو ولسوالۍ کې «د خالد بن ولید رضی‌الله عنه» په نوم یو نوی ښوونځی تاسیس او په رسمي توګه یې فعالیت پیل کړ.
د یاد ولایت د پوهنې مسوولینو په وینا؛. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۵۷
Background image

د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د څه کم ۷ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۰بابه ښوونځي ترمیم شول

د یو همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ په کچه د ۱۰ بابه ښوونځیو ترمیم چارې، د ۶.۸ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او په دې وروستیو کې د کابل ولایت پوهنې مسوولینو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۵۵
Background image

په کاپیسا ولایت کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د طرحه شوي پلان له مخې، د کاپیسا ولایت پوهنې ریاست له لوري د ۲۰۸ تنو هغو ماشومانو څخه، چې له کډوالۍ هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي کچې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې. . .

BACK TO NEWS